د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومان مې ډیر خوشاله دي چې نشه مې پریښودله - روغ شوی معتاد


ماشومان مې ډیر خوشاله دي چې نشه مې پریښودله - روغ شوی معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

 جمیل په نوم د نشه يي موادو یو پخوانی روږدی چې اوس له درملنې وروسته روغ شوی وايي، چې د اعتیاد په پریښودو یې بچي ډیر خوشاله دي او له ده غواړي چې بیا نشو ته مخه نه کړي.

جمیل په نوم د نشه يي موادو یو پخوانی روږدی چې اوس له درملنې وروسته روغ شوی وايي، چې د اعتیاد په پریښودو یې بچي ډیر خوشاله دي او له ده غواړي چې بیا نشو ته مخه نه کړي.

جمیل چې د لوګر د بره‌کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې اوسي وايي، دوه میاشتې مخکې له روغتونه راوتلی او اوس د کابل د پوډریانو په منځ کې په خپل نشه‌یي ورور پسې ګرځي.

جمیل د خپلې کیسې په اړه وایي چې تر ده مخکې یې مشر ورور په نشه اخته وو او وروسته دی هم په دغو موادو اخته شو.

جمیل وویل: ” زه څو وارې شفاخانې ته لاړم. پرې مې ښودل. بېرته پرې اخته شوم. بیا د امارت اسلامي لخوا موږ را ټول کړل شوو، فینکس شفاخانې ته یې یووړو، پنځه میاشتې مې تېرې کړې، اوس یو سالم شخص یم“.

جمیل وایي، پنځه وېشت کاله کېږي چې په مخدره موادو اخته دی، خو اوس چې دوه میاشتې کېږي له روغتونه راوتی دی او روغ شوی دی وايي بیا په ډیر تکلیف یې نشه يي موادو پریښي او بیا به یې ونه کاروي.

په مخدره موادو دغه پخوانی معتاد هم د نشې علت بې کاري بولي او په کار پسې ګرځي.

جمیل وویل:”چې یو کار مونږ ته پیدا شي، چې اخته شو په کار کې. ددې سرمنشا خو بې کاري ده“.

د طالبانو د حکومت چارواکو پدې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې پنځه ملیونه وګړي په نشه يي موادو روږدي دي.

د عامې روغتیا وزارت یو وخت ویلي وو چې په نشه يي موادو د روږدو بیا ځلې اعتیاد او یا نشو ته رجوع یو لوی ګواښ دی او په سلو کې اویا نه اتیا سلنه معتادین له درملنې وروسته بیرته نشه يی موادو ته رجوع کوي. د جمیل په څیر ډیری معتادین له درملنې وروسته د سالم مصروفیت غوښتنه کوي خو د افغانستان وروستي حالات د بې کارۍ د زیاتیدو حالت بیانوي.

XS
SM
MD
LG