د لاس رسي وړ اتصالات

د مقاومت جبهه ادعا کوي طالبانو یې له دریو غړو 'سرونه غوڅ' کړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت خلاف د مقاومت جبهه ادعا کوي چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې د دغې ډلې درې غړي نیولي او بیا یې «سرونه غوڅ» کړي دي، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلی.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) امریکا غږ ته وویل دغه ځوانان چې فیض اغا، احمد تمیم او جان ګل نومیږي د پنجشېر ولایت مرکز بازارک د «کرباشي» سیمي اصلي اوسېدونکي وو.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د مقاومت جبهې دغه وسله وال کسان د طالبانو په کمین کې نیول شوي وو او یوه ورځ وروسته د طالبانو لخوا په «بې رحمانه توګه سرونه غوڅ» شوي دي.

هغه د خپلو وسله والو کسانو د سرونو غوڅ کېدل «بشري جنایت» بللی او ویې ویل چې د طالبانو دغه کار به بې ځوابه پرېنږدي.

د پنجشېر مرکز بازارک د کرباشي سیمې اوسېدونکي فرهاد فرامرز وویل چې د مقاومت جبهې دغه درې وسله وال د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو لخوا نیول شوي و.

د سیمې دغه اوسېدونکي زیاته کړې چې یاد کسان د طالبانو لخوا تر وژل کېدو وروسته په مرمیو هم ويشتل شوي دي. ویل کیږي چې د سیمې اوسېدونکو د دغه درې کسانو جسدونه د غرونو په سرونو کې پیدا کړي او د کورنۍ د غړو له حضور پرته یې خاورو ته سپارلي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو تر دا مهاله د مقاومت جبهې د نننۍ ادعا په دې اړه څه نه دي ویلي.

پنجشېر کې د ملکي وګړو نیول کېدل

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تائید کړه چې د دوی وسله والو په وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې لسګونه ملکي وګړي نیولي وو او د دغه ولایت مرکز ته یې انتقال کړي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق په یو پیغام کې امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان د بېلابېلو دلایلو او «شکونو» په اساس نیول شوي وو.

ښاغلي صدیقي وویل چې د پنجشېر لپاره د طالبانو والي او «ددغه ولایت د علماو شورا»د یادو کسانو له نیول کېدو بې خبره و او هغوی په دې اړه څېړنې پيل کړي دي.

که څه هم ښاغلي صدیقي د نیول شوبو کسانو شمېر له ۴۰ څخه تر ۳۰ کسانو یادوي، خو ځینو سرچینو ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۰ ملکي وګړي نیولي دي.

سرچینو ویلي چې نیول شوي کسان زیات د خنج ولسوالۍ د « دشت ریوت» سیمي اوسېدونکي دي چې ښوونکي، کروندګر او د پنجشېر ولایت برحاله حکومتي مامورین هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کوچني اختر تر تېرېدو وروسته د پنجشېر ولایت له ځينو ولسوالیو څخه د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د وسله والو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. په دغه نښتو کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG