د لاس رسي وړ اتصالات

مقاومت جبهه: پنجشېر کې مو پراخې سیمې نیولي؛ طالبان: حقیقت نلري


مقاومت جبهې د پنجشېر ولایت په څلورو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد د پراخو بریدونو خبر ورکړی او د دغه ولایت د درې، ابشار، خنج او شتل ولسوالیو د ځینو سیمو د نیولو ادعا یې کړې ده.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي تیره شپه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه کله چې د طالبانو «سره قطعه» د کورونو د تلاشۍ او دیني علماو د نیولو په هدف د دغه ولایت شتل ولسوالۍ ته داخله شوه.

ښاغلي احمدي زیاته کړې چې د مقاومت جبهې د طالبانو د دغه کار مخالفت کړی چې وروسته نښته رامنځته شوې ده او له طالبانو څخه یې د دغه ولسوالۍ د مرکز پرته زیاتې سیمې نیولي دي.

هغه زیاته کړې: "د ولسوالیو مرکزونه د مقاومت ملي جبهې د قهرمانو سرتیرو لخوا محاصره دي او په دغه مرکزونو کې له طالبانو د تسلیمۍ غوښتنه شوېده."

د مقاومت جبهې ویاند په دغه نښته کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو زرهي موټرو د تخریبولو دعوه هم کړې ده.

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې یوه سیمه ییز قوماندان نن شنبه وویل چې دغه نښتې تیره ورځ مازدیګر پیل شوي او تر نیمي شپې دوام لاره.

هغه د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د درې ولسوالۍ د عبدالله خېل سیمې په «نتخوی» کلي کې د دواړو لورو ترمنځته نښته کې د مقاومت جبهې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.هغه ویلي چې طالبانو د دغه کلي درې ځوانان له ځان سره بېولي دي.

بلخوا له سیمي عیني شاهدانو ویلي چې نن ورځ لسګونه طالب سرتیري د دغه ولایت درې او ابشار ولسوالۍ ته داخل شوي او کور په کور یې تلاشي پيل کړې ده.

له دې سره هم مهاله د مقاومت جبهې د پنجشیر ولایت په خنج او شتل ولسوالیو کې هم د طالبانو پر ضد د بریدونو ادعا کړې ده. ددغه جبهې ویاند ویلي چې د دوی وسله والو ددغه ولسوالۍ پر «دواب» پوستې برید کې نهه وسله وال طالبان یې وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.

خو د طالبانو حکومت په پنجشیر، تخار او ځینو نورو سیمو کې د نښتو په اړه راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه مې اوومه (غوايي ۱۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پدې اړه ادعاوې حقیقت نلري.

هغه زیاته کړې :" په پنجشیر تخار او نورو سیمو کې هیڅ کومه نظامي پیښه نده شوې، په دې اړه چې ځینې باغي کړۍ په خواله رسنیو کې کومې ادعاوې کوي حقیقت نلري، هیڅوک دې تشویش نه کوي.په پنجشیر، تخار او نورو سیمو کې د اسلامي امارت زرګونه مجهز ځواکونه شتون لري، دښمن ته د کوم منفي تحرک هیڅ مجال نشته."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پنجشیر، کاپيسا، تخار او بغلان ولایتونو ځینو سیمو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG