د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ابراهیم ځدراڼ د سلیزې په مرسته زمبابوې ته ماتې ورکړه


د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ لوبه. تصویر: د افغان کرکټ بورډ فیسبوک
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ لوبه. تصویر: د افغان کرکټ بورډ فیسبوک

افغانستان نن دوشنبه جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) له زمبابوې څه دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه هم وګټله او په دې سره د روانو دریو لوبو په لړۍ کې ۲-۰ مخکې دی.

په نننۍ لوبې کې د افغانستان ځوان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر وځلېده او ۱۲۰ منډې یې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. دا په یوې ورځنیو لوبو کې د هغه لومړۍ سلیزه وه. رحمت شاه په ۸۸ منډو او ګربز په څلورو منډو وسوځېدل.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته زمبابوې ته د منډو کولو بلنه ورکړه او زمبابوې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۲۸ منډې وکړې چې افغانستان دا منډې پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان توپ اچوونکو کې فرید ملک درې،‌ راشد خان، محمد نبي او فضل حق فاروقي دوه-دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درېیمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده. لومړۍ لوبه یې د شنبې په ورځ وه چې هغه هم افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دا لوبې د ۲۰۲۳ د نړیوال کپ سیالیو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي.

افغانستان دا ډول شاوخوا ۲۴ لوبې باید لري چې دا یې یولسمه لوبه وه او نهه یې ګټلې دي. افغانستان باید په ۲۴ لوبو کې شاوخوا ۶۰ فیصده وګټي چې مستقیم نړیوال کپ سیالیو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG