د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې سره د کرکټ شپږو سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل 


د افغانستان د کرکټ لوبډله
د افغانستان د کرکټ لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ نن سه شنبه مۍ ۲۴ (مرغومې درېیمه) له زمبابوې سره درې یوې ورځنیو او دریو شل اوریزو سیالیو ته د لوبغاړو لست «نوملړ/سکواډ» اعلان کړ.

له زمبابوې سره دا لوبې د جون په څلورمه نېټه پیلیږي‌ او د همدې میاشتې په وروستیو کې ختمېږي.

د یوې ورځنیو لوبو په لست کې ضیاء الرحمن اکبر ته ځای ورکړل شوی دی. دا لومړی ځل چې دغه ځوان چپ لاسی ورو توپ‌ اچوونکي‌ته په یوې ورځنیو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکول کېږي.

ضیاءالرحمن اکبر څو ورځې مخکې د «زرغون افغانستان» په سیالیو کې تر نورو توپ‌ اچوونکو ډېر لوبغاړي سوځولي او اوټ کړي ‌وو.

په شل اورویزو لوبو کې بیا نور احمد لکڼوال ته ځای ورکړل شوی. دی د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړی دی.

همدغه راز احسان الله جنت او افسر ځاځی هم په دغه ډله کې شامل دي، دوی دواړه څه موده له ملي لوبډلې څخه لېرې وو.

د کرکت بورډ د اعلامیې په اساس د یوې ورځنیو لوبو لپاره دا لوبغاړي ټاکل شوي‌دي: رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی». نور احمد لکڼوال او نجات مسعود دوه نور هغه لوبغاړي‌ دي چې د ضرورت په وخت کې به د بل لوبغاړي په ځای د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای کېږي.

له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ لوبې ځکه مهمې ګڼل کېږي چې دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ مستقیمه لار ده. په هر بري سره ۱۰ نومرې ترلاسه کېږي. افغانستان تر دې دمه په نهو دا ډول لوبو کې یې اووه ګټلې دي. افغانستان شاوخوا ۲۳ دا ډول لوبې لري او که ۶۰ فیصده وګټي، مخامخ نړیوال جام ته لار کوي.

له زمبابوې سره د محمد نبي‌ په کپتانۍ د شل اوریزو لوبو لپاره بیا «رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، محمد نبي (لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي.» او ظاهر خان او سید احمد شیرزاد احتیاطي لوبغاړي‌دي.

کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي‌ دا مهال په کابل کې په تمرینونو بوخت دي‌ او را روانو څو ورځو کې به زمبابوې ته حرکت وکړي.

XS
SM
MD
LG