د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي ایران لسګونه میله وسلې او پوځي وسایط بېرته ورسپارلي


طالبان وايي دا وسائیل او وسایط تېره شپه ور سپارل شوي
طالبان وايي دا وسائیل او وسایط تېره شپه ور سپارل شوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران د دغه هیواد ګڼ شمېر پوځي تجهیزات او وسایط، چې د مخکني حکومت د سقوط په مهال ایران ته انتقال کړل شوي وو، بیرته افغانستان ته تسلیم کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۸) وویل چې دا پوځي تجهیزات تیره شپه د اسلام کلا بندر له لارې د افغانستان د هرات ولایت ته انتقال او طالبانو ته وسپارل شول.

د مخکني حکومت د سقوط په مهال د راپورونو له مخې یو شمېر پخواني افغان سرتېري او چارواکي له خپلو وسلو او وسایطو سره ایران ته واوښتل.

باختر دولتي خبري آژانس بیا ویلي چې په یادو وسایطو کې شپږ هاموي ټانکونه، شپږ عرادې رنجر موټر، ۱۷ عرادې لوکسل او فلډر موټر، یو پوځي انټر نېشنل موټر، یوه اطفایئه موټر او یو پوځي څلور ټیره موټرسایکل شامل دی.

د یاد آژانس د معلوماتو له مخې په وسلو کې ۵۷ کلاشینکوفونه، ۳۹ راکټ لنچرې، ۴۲ پیکاوې، اووه دهشکې، یو زکویک، درې قناسه او لس لېزري کلاشینکوفونه شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت عبدالقهار بلخي په دې اړه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلامي امارت د مسئولینو د دوامداره تماسونو په نتیجه کي هغه نظامي تجهیزات چې د تیرې ادارې د سقوط پر مهال ایران هیواد ته اړول شوي وو، د هغو له جملې څخه د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو په شمول هاموي شوبلې، رینجرې، د اور وژنې موټر او لسګونه عراده جات بیرته د افغانستان حکومت ته وسپارل شول."

د طالبانو حکومت د ایران دغه کار ستایلی او ویلي دې چې دې سره به د دوی او ایران اړیکې نورې هم پیاوړې شي. د ایران حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا ویل کیږي چې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط پر مهال د افغانستان یو شمېر الوتکې ازبکستان، او ترکمنستان ته هم انتقال شوي‌ دي.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه له هغو هيوادونو څخه، چې د افغانستان یو شمېر الوتکې په کې دي، وغوښتل چې بېرته یې افغانستان ته وسپاري.

تر هغه وروسته ازبکستاني چارواکو وویل چې لسګونه نظامي الوتکې چې د افغانستان د مخکني حکومت د ړنګیدو وروسته دغه هیواد ته لیږدول شویدي د متحده ایالاتو ملکیت دی او د طالبانو موقت حکومت ته به ونه سپارل شي.

د افغانستان هوایي ځواکونو تیر کال د اګست په میاشت کې کله چې طالبان کابل ته ننوتل شاوخوا پنځوس هیلوکوپترونه او نورې نظامي الوتکې ازبکستان ته ولیږدولې.

XS
SM
MD
LG