د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي


د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو او ستنېدو بهیر کې زیاتوالی راغلی او د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوال هیواد ته ستنیږي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) ویلي چې یوازې تیره ورځ ۱۸۳۶ افغان کډوال د ایران له مرز څخه افغانستان ته داخل شوي چې له ډلې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه په زور ایستل شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې چې تر دې یوه ورځ مخکې ۱۲۹۷ افغان کډوال د نیمروز له سرحد څخه د افغانستان خاوري ته داخل شوي چې د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې هیواد ته د ستنو شوو کډالو له ډلې له زیات شمېر هغوی سره یې د (IOM) لخوا نغدي مرسته شوې ده.

ګڼ شمېر افغان کډوال چې په زوره او یا په ځپله خوښه هیواد ته ستنیږي، زیات یې په هرات او نیمروز ولایتونو کې د طالبانو د کډوالو وزارت اړوند څانګو ته تسلیمیږي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د روانې غوايي میاشتې له ۱۷ مې نېټې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ نېټې ۱۶۵۲۶ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې اوس مهال د سرحدونو له لارې افغانستان ته د کډوالو بیرته ستنېدل دوام لري او په خبره یې له هغوی سره د مرستې بهیر هم روان دی.

دغه وزارت د تیرې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه نېټه ویلي و چې له ایران څخه په ایستل شوو کډوالو کې زیات شمېر هغه کسان دي چې هلته د قانوني اوسېدونې اسناد نلري او د ایراني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (اوچا) ویلي و د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۲۷۹زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.

اوچا پخپل راپور کې ویلي و چې د دغه کډوالو له ډلې ۲۵۱زره او ۷۰۰ له ایران او ۲۸زره نور افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس له ایران څخه په ایستل شوو کډوالو کې ۴۳ سلنه نارینه، ۱۴ سلنه ښځې او ۴۳ سلنه ماشومان شامل دي.

د دغه ادارې د معلوماتو په اساس له پاکستان څخه په ستنو شوو کډوالو کې ۲۶ سلنه ښځې، ۵۴ سلنه ماشومان او پاتې نارینه شامل و.

XS
SM
MD
LG