د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بایډن د جي- ۷ غونډه کې ګډون لپاره جرمني ته ځي


ولسمشر بایډن به د جون په ۲۵ جرمني ته ځي
ولسمشر بایډن به د جون په ۲۵ جرمني ته ځي

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین-پیري نن چهارشنبه جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل چې ولسمشر جوبایډن به د همدغه میاشتې په وروستیو کې جرمني ته ځي چې د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو [جي-۷] په غونډه کې برخه واخلي.

نوموړې په اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلی بایډن به د جون په ۲۵ نېټه د جرمني د «الماو ماڼۍ» ته سفر کويږ هغه زیاتوي چې ښاغلی بایډن به د جي-۷ له مشرانو سره په یو لړ مسائیلو خبرې کوي.

د اعلامیې له مخې ښاغلی بایډن به له نورو مشرانو سره «د یو دموکرات، مستقل او سوکاله اوکراین سره د بې دریغه مرستو، اقتصادي او دموکراتیک مقاومت، د اقلیم د بحرانونو سره په مبارزې، نړیوال روغتیايي ثبات، اساسي کارونو په پراختیا او په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د غذايي موادو او انرژۍ د پیدا شوي بحران په اړه خبرې او بحثونه وکړي.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې امریکا او متحدینو یې په کلکه غندلی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي چې د ځان دفاع وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې په اعلامیې کې ویل شوي دي چې ښاغلی بایډن به د جون په ۲۸ له جرمني څخه د هسپانیا مادرید ښار ته ځي چې هلته د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د ناټو په دغې غونډې کې به هغه ستراتېژيک نظر تصویب شي چې په راتلونکې یوې لسیزې کې د سایبري، اقلیمي او دا ډول نورو نړیوالو بدلېدونکو ګواښونو په وړاندې د ناټو د دفاع او مقاومت د انتقال لوری ټاکي.

همدغه راز په دغه غونډه کې به د نړیوال نظم په اړه په اروپا او اسیا کې د دموکراتو همکارانو سره د ملګرتیا او همکارۍ په زیاتولو هم بحثونه کېږي.

د امریکا متحده ایالتونه، کاناډا، بریتانیا،جرمني، فرانسه، ایټالیا او جاپان د نړۍ اوه ستر اقتصادونه [جي-۷] دي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې امریکا او ناټو په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په مقابل کې د کیف تر څنګ درېدلي او پراخې پوځي او بشري مرستې ورسره کوي.

روسیې د امریکا او ناټو پوځي مرستې غندلې دي. روسیې دغه یرغل ته «ځانګړو عملیاتو» نوم ورکړی او وايي چې په اوکراین کې یې د روسۍ ژبې د ویونو د حفاظت او ژغورنې لپاره یې دا جګړه پیل کړې ده.

اوکراین وايي چې په دې جګړې کې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي او څه باندې ۶۰۰زره نور اوکراینیان بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG