د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړې کې سلګونه روسان 'جبري عسکري خدمت' ته استول شوي 


روسي پلوه ځواکونه د اوکراین په جګړې کې
روسي پلوه ځواکونه د اوکراین په جګړې کې

په روسیې کې یو څارنوال نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولي ۱۷) وویل چې مسکو د اوکراین جګړې ته د جبري عسکري خدمت لپاره د یو شمیر کسانو له استولو وروسته له څه باندې لسو نظامي افسرانو څخه تحقیقات کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین تل دا خبره رد کړې ده چې خلک د اوکراین جګړې ته د جبري عسکري خدمت لپاره استوي، دا هغه کسان دي چې پوځ یې د خدمت لپاره نومونه په لست کې لیکلي دي.

ښاغلی پوتین ټېنګار کوي چې یوازې مسلکي افسران او سرتېري د اوکراین په جګړې کې برخه اخلي.

د روسیې یو څارنوال ارتر یګیوف د روسیې د پارلمان غړو ته وویل: «د لویدیځ د پوځي حوزې د څار له مخې... نژدې ۶۰۰ کسان په ځانګړو پوځي عملیاتو [د اوکراین جګړه] کې جبري عسکري خدمت ته استول شوي وو او بېرته ژر تر ژره راوغوښتل شول.»

نوموړي وویل هغو افسرانو چې د دغه کار اجازه یې ورکړې وه، انظباطي او دسپلیني چلند به ورسره کېږي چې له دندې څخه ګوښه کېدل هم په کې شامل دي، خو هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

په روسیه کې د جبري عسکري خدمت مسئله ډېره حساسه ده.

روسیې تر دې دمه نه دې ویلي چې د اوکراین په جګړې کې یې څومره سرتېري وژل شوي‌، خو د اټکل له مخې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.

د رویټرز خبري اژانس وایي ځینو روسي سازمانونو، چې د روسیې د سرتېرو د میندو استازیتوب کوي، د جبري عسکري‌ خدمت په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي‌ دي چې دا خلک کافي روزل شوي‌ نه دي.

د اوکراین د جګړې ټولې دخیلې غاړې د جبري عسکري خدمت سیستم لري چې ځوانان یې مجبور دي‌ د ضرورت په وخت کې په پوځ کې خدمت وکړي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او ادعا کوي‌ چې د دغو« ځانګړو‌ پوځي عملیاتو» هدف یې په اوکراین کې د روسۍ ژبې د ویوونکو په خلاف د خطرونو او ګواښونو ختمول دي.

خو اوکراین او ایتلافیان یې د روسیې دا ادعا ردوي‌ او وايي چې بې موجبه او دلیله یې په اوکراین یرغل پیل کړی چې له کبله یې زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي‌ او څه باندې شپږ میلیون خلک بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG