د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د دوحې تړون او د ځواکونو اېستل د افغان پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی لاملونه وو


US troops withdrawal Afghanistan
US troops withdrawal Afghanistan

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی مفتش (سیګار) وايي چې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی علتونه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون او د ځواکونو اېستل وو.

د دوحې تړون وروسته امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه او قراردادیان واېستل چې افغان ځواکونه تر ډېره پرې تکیه وو او د سیګار د نویو موندنو له مخې همدغه کار د افغان پوځ مورال «وواژه».

د سیګار دا راپور د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) ناوخته خپور شو.

راپور وايي: « د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ړنګېدو یوازینی مهم علت په ۲۰۲۰ کې د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون و چې په اساس یې امریکا له افغانستان څخه ځواکونه او قراردادیان واېستل...».

دا تړون د ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې کړی و چې بیا د ولسمشر جوبایډن حکومت یې په تعقیب کې د ۲۰۲۱ د اپریل په میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو اعلان وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د سیګار د راپور له مخې لیکلي دي چې له دغه تړون وروسته، له افغان ځواکونو سره د هوايي مرستو د کموالي تر څنګ د متحدو ایالتونو پوځي مرسته په لویه اندازه کمه شوې وه.

د سیګار مشر جان ساپکو ویلي دي: «د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ له تړون یو کال وروسته، د هوايي بریدونو محدودیت د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو د لېرې ساتلو په برخه کې له مهم پرمختګ څخه پرېښودل.»

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان مخکنی حکومت نسکور او طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شول، تر دې دمه د امریکا په ګډون د نړۍ کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې په ځانګړي راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې القاعده او داعش فعال دي. راپور وايي چې القاعده د طالبانو په فرمایش په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځکه کم رنګ ساتلي چې د طالبانو حکومت د نړیوال مشروعیت په لټه دی.

په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د طالبانو مشران له القاعده سره نژدې اړیکي پالي او داعش-خراسان لوی خطر دی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

د دوحې په تړون کې ویل شوي چې طالبان به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد فعالیت وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې په ځانګړي راپور کې ویل شوي دي سره له دې چې طالبانو د تړون اکثریت مادو د عملي کولو لپاره اقدامات کړي، خو په اینده کې د هغوی په اقداماتو باور کول یقیني نه دي.

XS
SM
MD
LG