د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ شل ارویزه لوبه ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) د کرکټ په شل اوریزه لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د لوبې پچه زمبابوې وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، یادې لوبډلې په شلو اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۹ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډلې په خپله توپ وهنه کې وکړای شول په وروستي اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړي او له زمبابوه سره د دریو شل ارویزو لوبو لومړۍ لوبه وګټي.

د افغانستان لپاره حضرت ځاځي ۴۵، نجیب الله ځدراڼ ۴۴ او رحمان الله ګربز بیا ۳۳ منډې وکړې. د توب اچونې په برخه کې بیا تر‌ ټولو ډیرې ویکټې نجاب مسعود واخیستې، هغه وکړای شول چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځوي، راشد خان، محمد نبي او فضل حق فاروقي هر یوه یو وکټله ترلاسه کړه.

د زمبابوه د لوبډلې لپاره تر ټولو ښه لوبه سکندر رضا وکړه او ویې کړای شول خپلې لوبډلې ته ۴۵ منډې وکړي.

ټاکل شوېده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جون په دولسمه او څوارلسمه نیټه هم له زمبابوه سره دوه نورې شل اوریزې لوبې وکړي.

تر دغو شل اوریزو لوبو مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي وکړای شول چې د زمبابوې لوبډلې ته په دریو پنځوس اوریزو لوبو کې هم ماته ورکړي او د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په سوپر لیګ سیالیو کې خپل موقف نور هم قوي کړي.

XS
SM
MD
LG