د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق جنوب کې د ساوا جهيل وچ شوی


دا جهيل شاوخوا ۴.۵ کیلومتره  اوږد دی او ۱.۸ کیلومتره پلنوالی لري
دا جهيل شاوخوا ۴.۵ کیلومتره  اوږد دی او ۱.۸ کیلومتره پلنوالی لري

د چاپیریال پیژندونکي وایي د سیمه ایزو پانګوالو د ناسم مدیریت، د حکومت د غفلت او د اقلیم بدلون د عراق د ساوا جهیل شنې غاړې د مالګې په ټوټو بدلې کړي دي.

د سموا ښار اوسیدونکی حسام العقولي وایي د عراق په جنوب کې د ساوا جهيل په اوږدو کې هغه ځای ورپه یاد دی، چې دوه لوڼو به یې یو وخت د جهیل په رڼو اوبو کې لوبې کولې. اوس دوه کاله وروسته بیا هلته تللی خو هغه ځای اوس، وچه ځمکه ده. د روان کال په پیل کې، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دغه جهيل وچ شو.

د جون په پیل کې یو څه اوبه بیا راڅرګندې شوې ځکه چې کروندګرو د فصل د خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو اړول بند کړل.

د ساوا جهيل وچیده په دغه ملک کی د اوبو د کمښت وروستۍ بیلګه ده چې کارپوهان وايي لامل یې د اقلیم بدلون دی او زیاتوي چې دا پیښه په عراق کې د ریکارډ په کچه د ټیټ اورښت او پرله پسې وچکالۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

د اوبو په سرچینو باندې فشار د سوداګرو، بزګرانو او مالدارانو ترمنځ د قیمتي سرچینو لپاره سیالي رامینځته کوي چې د عراق ترټولو بې وزله خلک یی ترټولو ډیر زیانمن کړیدي.

د سموا ښار اوسیدونکی حسام العقولي، وايي: "د ساوا جهيل د دښتې د موتي (ملغلرې) نوم لره. نن ورځ موږ کولی شو ووایو چې د ساوا جهيل وچ دی. د وچکالۍ وضعیت او د اقلیم بدلون یی سبب دی. په دې برسیره د څاګانو ایستل هم د دې جهيل د وچیدو لامل شوی."

دا جهيل د بحر د سطحې نه ۵ مټره لوړیږي او شاوخوا ۴.۵ کیلومتره اوږد دی او ۱.۸ کیلومتره پلنوالی لري.

د ساوا جهيل په ځینو پخوانیو اسلامي متنونو کې یاد شویدی. ویل کیږي چې دغه جهيل د معجزوي په توګه په هغه ورځ جوړ شوی په کومه چې په ۵۷۰ یم میلادي کال د اسلام پیغمبر، زیږیدلی.

په زرګونو مذهبي سیلانیان هر کال د دې سیمې لیدلو ته ځي او ځانونه په دې اوبو کې لمدوي. دوی باور لري چې دا مقدسی اوبه دي.

د سموا ښار اوسیدونکی حسام العقولي وايي: "د اویایمې، اتیایمې او حتی د نویمي لسیزې تر وروستیو پورې دا جهيل د سیلانیانو لپاره یوه مهمه سیمه وه، ډیر سیلانیان، بهرنیان او ځایي خلک به دې ځای ته راتلل، خو نن سبا د سموا د اوسېدونکو زړه د دغه اوبو د وچیدو له کبله دردیږي".

کارپوهان وايي، دغه جهيل د مدام لپاره نه دی وچ شوی، خو سږ کال يې وچېدل د اندېښنې وړ دي. د سمنټو د فابريکو او په توليدي زونونو کې د سوداګرو له خوا د زرګونو ناقانونه څاګانو کيندل او دوامداره وچکالي ددغه سیند د وچېدلو لامل بلل کیږي.

په داسې حال کې چې کبان له منځه تللي دي، مارغان به هم له دې ځایه لارې بدلوي او یا به له منځه ځي.

د جهيل وچیدو یو نازک چاپيریالي جوړښت زیانمن کړی دی چې پر دښتي ونو یې تکیه درلودله.

د عراق د اوبو وزارت وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د تېر کال په پرتله د اوبو کچه ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG