د لاس رسي وړ اتصالات

د اوبو نړیواله ورځ؛ ۹۳ سلنه افغان ماشومان د څښاک پاکې اوبه نلري


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن سې شنبه مار ۲۲ (وري دوهمه) د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی اغېزمن شوی دی او په دغه هیواد کې د اوبو زېرمو د دوامداره مدیریت مخه یې ډب کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو د سخت بحران مخنیوي لپاره د اقلیمې تغیراتو په ګوته کول مهم بللي چې په خبره یې په میلیونونه کسان به اغېزمن کړي.

د مارچ ۲۲مه پاکو اوبو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) هم د یادې ورځې په مناسبت خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۹۳ سلنه ماشومان پاکو اوبو ته لاس رسی نلري.

یونیسف زیاته کړې چې د پاکو اوبو کمبود اوس مهال او په راتلوونکي د یادو ماشومان ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق همدارنګه ویلي چې دغه سازمان به په ۲۰۲۲ میلادي کې په افغانستان کې ۱۱.۵ میلیون کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

په افغانستان کې د څښاک پاکو کمښت په اړه پر داسې مهال اندېښنې ښودل کیږي چې د غه هیواد د روانو اوبو لویې زېرمې نلري او تکیه یې تر ډېره د ژمې په موسم کې پر واورو او بارانونو او تر ځمکې لاندې اوبو باندې ده.

یونیسف همدارنګه ویلي چې د افغانستان د ۱۰۰ سلنه خلکو تکیه تر ځمکې لاندې اوبو باندې ده،خو یاد سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د دغه هیواد په زیاتو سیمو په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې تر ځمکې لاندې اوبه په کافي اندازه کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د اوبو پر مدیریت او ساتنې باندې ټینګار کړی دی.

خو په دې وروستیو کې د اقلیمې تغیراتو له امله په دغه هیواد کې د واور او بارانونو د کم ورښت له امله د وچکالۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د تیر حکومت چارواکو تیر دې مخکې ویلي و چې په ۱۴۰۰ کال کې به په دغه هیواد کې وچکالي زیاته شي او په وینا یې دغه طبیعي ناورین به په میلیونونو افغانان له ګواښ سره مخامخ کړي.

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا (IOM) تیر کال ویلي و چې په افغانستان کې به د روانې وچکالۍ له امله به ۱۷ میلیون افغانان چې د دغه هیواد د ټول نفوس ۴۲سلنه برخه جوړوي اغېزمن شي.

تر دې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمېټې پخپلې سروې کې ویلي و چې په افغانستان کې وچکالي، جګړې او کروناویروس میلیونونو افغانانو ته زیان رسولی دی.

یادې کمېټې ویلي و چې د وچکالۍ له امله یو شمېر بیوزله کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره په کم عمر کې د نجونو ودولو او د کور د وسایلو پلورلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG