د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن اوکراین سره بله یو میلیارد ډالري امنیتي مرسته اعلان کړه


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) له اوکراین سره نوې یو میلیارد ډالري مرسته او د ساحلي دفاع د ډیرو وسلو او توپخانې د استولو اعلان وکړ.

بایډن دا مرسته د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي‌ سره د یوې ټلفوني‌ اړیکي پرمهال اعلان کړه. دا مرسته له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه د امریکا د بې ساري ملاتړ ډاډ ورکوي.

بایډن له زیلنسکي سره تر ۴۱ دقیقو خبرو وروسته په یوې بیانیه کې وویل:" متحده ایالات د امنیتي مرستې په توګه اوکراین ته نوره یو میلیارد ډالره مرسته ورکوي، چې پکې د ساحلي دفاع وسلې، توپخانې، ثقیله مهمات او پرمختللي راکټي سیستمونه شامل دي."

د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې "د اوکراین لپاره په نویو تسلیحاتي بستو کې ۱۸ هویترز توپونه، د هغوی لپاره ۳۶ زره مرمۍ، د هارپون په نامه د ساحلي‌ دفاع دوه سیستمونه، د توپخانې مرمۍ، خوندي راډیو ګانې "مخابرې" د شپې د لیدو په زرګونه دستګاوي او د زده کړو لپاره بودیجه شامله ده.

ښاغلي بایډن همدارنګه د اوکراین له خلکو سره د بشري مرستو د یوې ۲۲۵ میلیون ډالري بستې خبر هم ورکړ چې پکې د څښاک د پاکو اوبو برابرول، ضروري طبي او درماني بستې، خواړه، سرپناه او د کورنیو لپاره د ضروري توکو لپاره تغدې پیسې شاملې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا پر یو ټویټ لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې خبري کړي او د حیاتي نظامي مرستو له امله یې مننه ورڅخه کړیده.

هغه زیاته کړې:" ما ټینګار وکړ چې موږ ډیرو درندو وسلو ته عاجل ضرورت لرو چې په منظم ډول راکړل شي."

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د چهار شنبې په ورځ غربي هیوادونه له "روسیې سره په نیابتي جګړه" تورن کړل او خبریالانو ته یې وویل:" باید ووایو چې غربي هیوادونه اوکراین ته وسلې استوي، د هغوی لاسونه د ملکي وګړو په وینو ککړ دي."

د امریکا دا کمکي مرستې له اوکراین سره د ډیرو مرستو د جلبولو په هدف د بلجیم پلازمینې بروکسل ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د سفر سره سم اعلانیږي.

ټاکل شوېده د ناټو دفاع وزیران د پنجشنبې په ورخ جون ۱۶ په یوې فوق العاده غونډه کې له اوکراین سره د نظامي مرستو د ډیریدو په موضوع بحث وکړي.

ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولې ۲۴) وویل غربي هیوادونه باید اوکراین ته ډیرې درندې وسلې ورکړي څو هغه هیواد په ختیځ کې د روسیې د پرمختګ په وړاندې جګړه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په هالنډ کې د ناټو د اوو اروپايي‌ غړو له مشرانو سره تر ملاقات وروسته وویل چې "اوکراین باید ډیرې درندې وسلې ولري."

XS
SM
MD
LG