د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین او روسیې په نږدې والي‌ اندیښنه وښوده


متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي‌۲۵) له روسیې سره د چین په نږدې والي اندیښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ هغه هیوادونه چې د اوکراین په مسله کې د ولادمیر پوتین په خوا دي "د تاریخ په غلط طرف کې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل:" چین ادعا کوي چې بې طرفه به وي، خو رفتار یې ښکاره کوي چې له روسیې سره د نږدې اړیکو په برخه کې تر اوسه هم پانګونه کوي."

دغه اعلامیه څو ساعته وروسته له هغه خپره شوه چې د چین جمهور رئیس شي جین پینګ د چهار شنبې په ورځ د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې د روسیې د "خپلواکۍ او امنیت" په اړه له مسکو څخه د بیجینګ د ملاتړ ډاډ ورکړ.

چین پر اوکراین د روسیې د برید له غندلو څخه ډډه کړې او یاد هیواد تورن شوی چې د غرب بندیزونو او پر کیف د وسلو پلور ته په نه پام سره روسیې ته دیپلوماتیک پوښښ ورکوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې امریکا او اروپا له روسیې سره د نظامي مرستو په اړه چین ته خبرداری ور کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اعلامیه کې ویلي واشنګټن "د چین فعالیتونه له نږدې څاري" او یاد هیواد په نورو مهمو برخو کې هم له وړاندې خپل انتخاب کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي که څه هم پر اوکراین د روسیې له برید څخه څه باندې درې میاشتې تیریږي خو چین اوس هم له روسیې سره ولاړ دی او په نړۍ کې د روسیې پروپاګند ته انعکاس ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چین تر اوسه هم په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې ملاتړ کوي، په اوکراین کې د روسیې د جنایاتو څخه انکار کوي او وایي‌ چې دا ساختګي جوړ شوي‌ دي.

په بیانه کې زیاته شوې:" هغه هیوادونه چې د ولادمیر پوتین سره ولاد دي، طبیعتا ځان به د تاریخ په غلط طرف کې پیدا کړي... دا د ابهام او یا هم مخفي کیدو او یا ددې وخت ندی چې انتظار وشي نور څه کیږي. دا له وړاندې روښانه ده چې څه پيښیږي."

د چین د جمهور رئیس شي جین پینګ او د روسيې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چهار شنبې د ورځې ټلفوني مکالمه د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید څخه راپدیخوا دویم تماس ګڼل کیږي چې تر اوسه یې راپور ورکړل شوی دی.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري اژانس او د امریکا غږ د خبري څانګې له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG