د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې په زده کړو بوخت افغان ځوانان 


په لسګونو افغان محصلینو چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پرې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، په عراق کې یې د زده کړو موقع ترلاسه کړې ده.

شکیلا محمدي د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د زده کړې په موخه عراق ته له تللو یوه اونۍ وړاندې خپل کلي ته په رخصتئ تللې وه.

هغه وايي: "وروستی ځل هغه ځای ته ورغلم چې پکې زېږېدلې وم. هغه وخت نه پوهیدم چې دا به وروستی ځل وي. په وروستۍ ورځ له خپل مور او پلار سره له مخې ښې وروسته پوه شوم چې نشم کولی د ډیر وخت لپاره دوی وګورم. هغه وخت مې پرېکړه وکړه چې یوازینی شی چې ورته پام وکړم هغه زما تعلیم دی. ما پرېکړه وکړه چې یوه مسلکي وکیله شم او ټولنې ته وښیم چې نجونې هم په نړیواله کچه قانون عملي کولای شي".

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کابل ونیو، متوسطه او ثانوي ښوونځیو ته د نجونو پر تللو بندیز ولګول شو. طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون دروازه وتړله او محصلین د خپلو زده کړو د ناڅرګندې راتلونکي په اندېښنه کې شول.

شکیلا محمدي وايي: "فکر مې کاوه چې په عراق کې هم لا جګړه روانه ده. هلته له ورتلو وېرېدم. فکر مې نه کاوه چې کوم غوره ځای ته ځم. خو کله چې کردستان ته راغلم، پوه شوم چې سليمانيه واقعاً ښه او آرام ځای دی. خلک یې مهربانه دي او دلته د امریکایي پوهنتون میلمه پالنه ډیره ښه وه".

د عراق په سلیمانیه کې بل افغان محصل عصمت الله سهاک هم داسې انګېرله چې په افغانستان کې د تېر کال له بدلونونو وروسته یې زده کړو ته د دوام ورکولو هیلې ختمې شوې.

خو له څو اونیو آنلاین زده کړو وروسته ورته د عراقي کردستان په سلیمانيه کې په امریکایي پوهنتون کې د خپلو زده کړو د دوام موقع برابره شوه.

عصمت الله سهاک وايي: "کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، له هغه وروسته تاسو اټکل کولی شئ چې ښوونې او روزنې ته به تر ټولو سخت تاوان ورسیږي. یقیناً، هغه بدلونونه چې د پوهنې په ډګر کې را منځته شول د افغان ټولنې لپاره ‌ډیر زیانمنونکي وو. په شخصي توګه، ما ته داسي ښکارېده چې زما د زده کړو چانس ختم شو".

دغه محصلین وايي چې په لومړي سر کې یې په عراق کې د کړکېچ اوږده تاریخ ته سودا وه.

د هغو ۱۱۰ افغان محصلینو له جملې نه چې د زده کړو دپاره سلېمانیې ته تللي، ۳۲ تنه یې د روانې جون میاشتې په پیل کې فارغ شول چې په هغو کې شکیلا محمدي او عصمت سهاک هم شامل وو.

دوی اوس د لسانس په درجه زده کړې پای ته رسولي دي، خو غواړي د ماسټرۍ سندونه هم تر لاسه کړي او هیله لري چې یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

عصمت سهاک د خپلو زده کړو بشپړول یو طلايي فرصت ګڼي او غواړي چې په راتلونکي کې ښوونکی شي.

دی وايي: "غواړم د ژوند دغه څو میاشتې او کلونه زده کړې ته وقف کړم. تر هغو چی د افغانانو لپاره مخصوصا زما د نسل افغانانو لپاره، زه خپل مسوولیت ګڼم چې تر خپلې وسې تعلیم نورو ته ورسوم. په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د تعلیم زمینه ورته نده برابره".

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو اداره وایي، په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر د افغانانو دی. شاووخوا ۲،۶ میلیونه افغانان راجستر شوي کډوال دي چې له دې جملې څخه یې ۲،۲ میلیونه یوازې په ایران او پاکستان کې راجستر دي.

XS
SM
MD
LG