د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتو ژبې وتلی لیکوال پوهاند سیال کاکړ وفات شو


د پښتو ژبې وتلی لیکوال، څېړونکی، شاعر او فوکلوریست پوهاند ولي محمد «سیال کاکړ» نن شنبه جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) د ۸۷ کلونو په عمر وفات شو.

هغه د څه وخت راپدېخوا د ناروغۍ پر بستر پروت و.

پوهاند سیال کاکړ په ۱۹۳۵ کال د کوټې اړوند د پښين سیمې په سرانانو کې زېږدلی و او په کوټه کې له لومړنیو لیکولانو څخه دی چې د پښتو شفاهي ادبیاتو پټه خزانه یې رابر سېره کړې ده.

هغه لومړنۍ زده کړې پخپل کلي او تر هغه وروسته د نورو زده کړو لپاره د کوټې، پېښور او لاهور پوهنتونونو ته تللی او په پښتو، اردو او فارسي ادبیاتو کې درې ماسټرۍ هم تر لاسه کړي وې.

سیال کاکړ پر شاعرۍ سربیره د نثر او د پښتتو فولکور یا ولسي ادب برخه کې هم زیات خدمت کړی دی.

هغه د پښتو ترڅنګ په اردو، انګلیسي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو هم خبرې کولې او د پښتو ترڅنک یې په فارسي ژبه هم کتابونه لیکلي دي.

نوموړی د بلوچستان پوهنتون د پښتو، بلوڅي، براهوي او فارسي ځانګو مشر هم پاتې شوی دی. پوهاند سیال کاکړ په ۱۹۶۴ کال کې تدریس پيل کړی و.

سیال کاکړ څه باندې ۴۰ کتابونه لیکلي چې ځینې چاپ شوي او ځینې ناچاپه پاتې دي.

چغیان، ګرانې ملغلرې،پښتني جام، پښتني فولکور، ملي دردونه،غورځنګونه، کاکړي، ترینو، ملي ادب، مزارات، د کسې د لمنې پښتو ژورنالیزم، پښتني نومونه، پښتني مترادفات، فولکوري طب، ادبي څېرې، د کسیې د لمنې پښتانه لیکوال، پښتو او پښتانه په سهیلي پښتونخوا کي، فولکلوري سوغات، فولکلوري سندرې، پښتو نکلونه، فولکوري جواهره، د کوشنیانو ادب، د کوچشیانو ژبه، انګۍ، منظومه تذکره، ادبي انځور، سنګر، نثري انځور، پخوانۍ غاړي، غوره انځور، ګنجینه ادب فارسي او هغه چې لاس ورونه رسېد، د سیال کاکړ له چاپ شوو اسارو څخه دي.

د هغه یو شمېر نور اثار ناچاپه هم پاتې دي.

XS
SM
MD
LG