د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو نړیواله ورځ؛ ګوتیریش نیویارک کې له افغانانو او نورو کډوالو سره کتلي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د کډوالو د نړیوالې ورځې نمانځنې په درشل کې، په نیویارک کې له یو شمیر هغو مهاجرو سره کتلي چې په دغه ښار کې ژوند کوي. ګوتیریش په دې لړ کې له یوي افغان امریکایي کورنۍ سره هم کتلي دي.

ګوتیرش پر مختللو هېوادونو غږ کړی چې د کډوالو د ځای پر ځای کولو او د هغوی د ستونزو د هواري په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

ښاغلی ګوتیرش وايي: "زه همدا اوس د پخوانیو افغان کډوالو په کور کې یم. زه په امریکا کې د عراقي کډوالو کور ته ولاړم. د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مې په ډیرو مخ پر ودو هیوادونو کې د کډوالو کمپونه لیدلي ‌دي چې په سختۍ سره ژوند کوي. دا ډیره په زړه پورې ده چې دغو کسانو څنګه خپل ژوند بدل کړی دی".

افغان امریکايي، شفیع الف او روحینا صوفي زاده په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سره خبري کړي دي.

شفیع الف وايي: "موږ د اسکان مجدد ډیرو ځایونو ته اړتیا لرو، موږ د بیا ځای پرځای کیدو لپاره ډیرو مرستو ته ضرورت لرو. موږ ته له مختلفو لارو څخه د اسکان مجدد مرستې په کار دي، لکه د لومړني اړتیا وړ شیان، کور او هر هغه څه چې یو کډوال ورته ضرورت لري. دا له کډوالو سره ډیره مرسته کوي چې د خپلې روښانه راتلونکې لپاره ډیره مرسته ترلاسه کړي".

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په وینا، افغانان په نړۍ کې د کډوالو لویه برخه جوړوي. دغه سازمان وایي‌ چې په نړۍ کې ۲.۶ میلیون راجستر شوي افغان کډوال شته چې ۲.۲ میلیونه راجستر شوي یوازې په ایران او پاکستان کې دي او درې اعشاریه پنځه میلیونه نور په کور دننه بیځایه شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې په تېر اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، د افغان کډوالو شمیر زیات شوی او افغانستان نن ورځ له کړکېچن بشري ناورین سره مخ دی. دغه سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې وایي چې اکثریت افغان په ګاونډیو هېوادونو کې له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن ندي.

د کډوالو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په تړاو دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانانو د بې ځایه کېدو روان بهیر په نړۍ کې د کډوالۍ یو اوږدمهاله او ستر کړکېچ دی. دغه سازمان وایي ‌چې څه باندې شپږ میلیونه افغانان د جګړو، تاوتریخوالي او بې وزلئ له آمله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي‌ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې له دغو شپږ میلیونو څخه ۳.۵ افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او ۲.۶ میلیونه یې نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. او وايي چې دغه حالت په ځانګړي ډول پر افغان مېرمنو او ماشومانو باندې ډیر ناوړه تاثیر کړی چې د بې ځایه شویو اتیا سلنه جوړوي.

دغه سازمان هم پر هېوادونو باندې غږ کړی چې د کډوالو د ژوند کولواو پناه غوښتلو په ګډون د هغوی اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ودريږي.

XS
SM
MD
LG