د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د نړۍ ۱۰۰میلیونه خلک بې ځایه شوي


ملګري ملتونه هر کال د جون شلمه نېټه د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. سږ کال دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې نړۍ د دویمې نړیوالې جګړې نه را وروسته د بې کوره شویو خلکو د دوهم تر ټولو ستر بحران سره مخامخ ده.

پر اوکراین د روسیې د یرغل نه مخکې د کډوالو دپاره د ملګرو ملتو ادارې ویلي وو چې دا اداره په نړۍ کې د ۸۹ میلیونه وګړو د جبري بې کوره کېدو له مشکل سره مخ ده. د اوکراین د جګړې نه وروسته، د بې کوره شویو خلکو شمېر تر سل میلیونه اوښتی دی.

د مهاجرینو دپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر، فلیپو ګرانډې وايي: "دا وخت موږ ټول پام اوکراین ته کړی خو باید هېر نه کړو چې د اوکراین د بحران نه مخکې هم ډېر بېړني موضوعات لرو".

د مهاجرینو دپاره د ملګرو ملتو د یو تازه راپور په اساس په تېر کال کې د سوریې، وینزویلا، افغانستان، جنوبي سوډان او میانمار بحرانونه د نږدې ۷۰ سلنه جبري بېکورئ لاملونه ګڼل شویدي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي چې یوازې افغانستان کې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته ضرورت لري، ځکه چې اقتصاد یې سخت تاوان لیدلی او د طالبانو حکومت د نجونو او مېرمنو حقوق هم محدود کړیدي چې په نتیجه کې شاوخوا ۲۷ لکه افغانان وطن پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان دپاره د یو این ایچ سي آر ویاند، پیټر سیلر وايي: "له افغانستان نه خلک د فرار په حالت کې دي. هره ورځ نژدې شل زره خلک ګاونډیو ملکونو ته اړوي، چې ځینې ېې د سفر اسناد لري او ځینې یې لري".

له اوکراین څخه هم خلک ګاونډیو ملکونو ته د تيښتې په حال کې دي. د لسو لکو څخه زیات خلک پولنډ ته اوښتي دي.

په پولنډ کې د یو این ایچ سي آر ویاند رافل کوسټرزینسکي وايي: "خلک د جګړې له ځایه وتل غواړي خو نه غواړي چې ډېر لیرې ولاړ شي او یا ډیر وخت په بیرون کې پاتې شي بلکه غواړي هرڅومره ژر چې کیدای شي بیرته خپل وطن ته ستانه شي".

په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ یوازې ۵۷ لکه داخلي بې کوره شوي خلک او مهاجرین خپلو کورنو ته ستانه شویدي.

سږ کال د جون د شلمې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې تاکید د خلکو د مصونیت پر حق دی. شتمن ملکونه د مهاجرینو او سیاسي پناه غوښتونکو دپاره جلا جلا پالیسۍ لري. د کډوالو لپاره عالي کمېشنر وايي، هیله من دی چې یادو هېوادونو اوس د بمونو او پروازونو ترمنځ تړاو درک کړی وي.

د مهاجرینو دپاره د ملګرو ملتو عالي کمېشنر، فلیپو ګرانډې وايي: "خلک د ویرې له آمله په تېښته کې دي. دا یوازې د اوکراین مسئله نه ده. د سوریې او تیګري خلک له بمونو تښتېدلي دي، د عاج د ساحل خلک د حملو نه تښتیدلي. د بې امنئ وېره هر چیرې شته. که په اوکراین کې وي او که په نیکاراګوا کې".

ایرینا موريکاس د خپل بچي سره د اوکراین د بې امنئ له امله تښتېدلې او خاوند ېې ورنه پاتې شوی دی.

هغه وايي: "موږ یوازې مهم شیان راواخیستل او له سرحده راواوښتلو".

ایرینا اوس په هالنډ کې ده او د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتو له ادارې سره د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په لمانځلو کې فعاله برخه اخلي.

دوی په ټوله نړۍ کې د لسګونو میلیونو مهاجرو او بې کوره شویو خلکو لپاره، د یو خوندي او تاوده هرکلي هیله مند دي.

XS
SM
MD
LG