د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا شاوخوا ۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله کیلي کلیمینټس تیره اونۍ د بېځایه شوو وګړو د وضعیت ارزولو لپاره کابل ته سفر کړی کړ.

یاد سازمان ویلي چې اغلې کلیمینټس تر کابل وروسته اسلام اباد ته سفر کړی او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او ځینو نورو مقاماتو سره یې هم په هغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبري کړي دي.

(UNHCR) پرون جمعه جون ۱۷ (غبرکولې ۲۷) ویلي چې په پاکستان کې اوس مهال ۱.۳ میلیون راجستر او ۱.۵ میلیون غیر راجستر افغان کډوال ژوند کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته ۲۵زره نور هم ورغلي دي.

د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلال بوټو زرداری او د هغه هیواد د کډوالو او سرحدونو چارو له وزیر محمد طلحه محمود سره په افغانستان کې د سولې پر اړ تیا او په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو اوسېدو لپاره پر دوامداره حل لارې خبرې کړي دي.

نوموړې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د زېږون کارتونو او د افغان کډوالو د ماشومانو لپاره د زده کړې د شرایطو د برابرولو ژمنه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې له پاکستان څخه غوښتي چې په هغه هیواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره کړو ژمنو کې ثابت قدمه پاتې شي، هغې د نړیوال ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

اغلې کلیمینټس زیاته کړې: " افغانان باید وویني چې یوازې نه دي او نړیواله ټولنه د هغوی ترڅنګ ولاړه ده. او کډوالو ته د ځای ورکولو په برخه کې د پاکستان له ارادې څخه ستاینه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د پاکستان په ګډون ایران، امریکا او ځینو نورو اروپايي هیوادونو ته کډوال شوي دي.

د ملګروملتونو دغې لوړپوړې چارواکې افغانستان ته په داسې حال کې سفر کړی چې دغې ادارې د روانې میلادي میاشتې جون په پنځمه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي وو، چې د ژمي د رسیدلو وړاندې په کار دي نړیواله ټولنه د افغانستان سره د ملګرو ملتونو له خوا د سږکال لپاره د غوښتل شوو پیسو درې میلیارده ډالر چې لا تر اوسه دغې ټولنې نه دي سپارل شوي برابر کړي.

ملګروملتونو د روان میلادي کال څخه څو اونۍ وړاندې د نړیوالې ټولنې څخه افغانستان ته په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره د ۴.۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه چې تراوسه د دغې مرستې شاوخوا درې میلیارده ډالر لا هم نه دي برابر شوي.

د مرستې رسونې ادارې وايي، چې افغانان لا هم د ژوند د تیرولو لپاره د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او که دا مرستې برابرې نشي نو په دغه هیواد کې به په راروان ژمي کې یو ستر بشري ناروین رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG