د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د حج د مراسمو د امنیت ساتلو ته تیاری نیسي


په سعودي عربستان کې د یکشنبې په ورځ جولاۍ درېیمه (چنګاښ ۱۲) په ماښام، په زرګونو ځانګړو ځواکونو په یو لړ پوځي تمرینونو کې ګډون وکړ. دا تمرینونه سږکال په مکې ښار کې د حج د مراسمو د امنیت ساتلو د پاره د عرفات په غونډۍ کې تر سره شول.

په دغو پوځي تمرینونو کې د سعودي پلیو قطعو، پوځي هلیکوپټرو او د پولیسو موټرو ګډون کړی وو.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند، طلال الشلهوب وايي: " پدې پوځي تمرینونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون، مونږ د حاجیانو د مصونیت لپاره خپل تدابیر څرګند کړل. مونږ تیار یو چې پدې ښار کې د حج د مراسمو د خوندي ترسره کېدلو لپاره نیول شوي تدابیر تطبیق کړو".

په تیرو څلورو ورځو کې، په زرګونو خلک د حج د فریضې د اداکولو په نیت د سعودي عربستان د مکې ښار ته رسیدلي دي. تمه کیږي چې تقریبا یو میلیون کسان سږکال د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو دپاره د حاجیانو د لېږلو بهیر بشپړ شویدی او ۱۳۵۸۲ حاجیان سعودي ته رسیدلي دي.

د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم سږکال د حج د ادا کولو لپاره تللي دي.

د سعودي عربستان په زرګونو استوګن هم پدې کلنیو مراسمو کې ګډون کوي.

دا د کرونا د وبا وروسته لومړی ځل دی چې له سعودي عربستان څخه دباندې ګڼ شمېر کسان د حج ادا کولو ته راځي.

حج ته راغلی د الجزایر یو تبعه وايي: "زه د خدای ډیر شکرګزار یم چې د دوه کلن ځنډ وروسته راته د حج د ادا کولو موقع مساعده شوه. مونږ په دې ښه هیواد کې ددې لوی جومات او خپلو مسلمانو او عرب وروڼو لیدلو پسې خپه وو."

د مکې ښار اوسیدونکی، ولید الحربي وايي: "مونږ دلته د اروپا، اسټرالیا، او امریکا څخه راغلي عبادت کوونکي وینو چې په ښه سهولت کې حج کوي او خپل فرایض ترسره کوي. د شکر ځای دی او زه ډېر خوشحاله یم."

د سعودي عربستان چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به یو میلیون کسان د حج مراسم ترسره کړي. دا شمېر د کرونا وبا د خپریدو مخکې وخت په پرتله حتی نیمایي هم نه دی. په دې کې د ۱۸ نه تر ۶۵ کلنو حاجیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د کرونا ضد پوره واکسین يي کړی وي او ناروغ نه وي.

د مکې په ستر جومات کې ګڼ شمېر امنیتي ساتونکي د حج کوونکو تر منځ موجود دي. شاوخوا امنیتي کامرې لګول شوي ترڅو په ګڼه ګوڼه کې د خلکو تر پښو لاندې کیدلو، اور لګېدو او بلواګرۍ د پېښو مخنیوی وشي.

سعودي عربستان په تیرو کلونو کې د حج د مراسمو د امنیت په خوندي کولو باندې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.

د کرونا له وبا وړاندې، د ۲۰۱۹ کال د حج په مراسمو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کسانو برخه لرله. د عربستان چارواکي وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې نږدې ۱۹ میلیون کسان د عمرې ادا کولو ته راغلي وو.

د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان د اقتصادي اصلاحاتو د پلان له مخې، هڅه کیږي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د کاله د ۳۰ میلیون کسانو د حج کولو لپاره ځای او وړتیا برابر شي او د حج کلنی عاید ۱۳ میلیارد ډالرو ته لوړ شي.

XS
SM
MD
LG