د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیري هنرمندان د خپلې سیمې ناخوالي بیانوي


د کشمیر په جګړه ځپلې سیمه کې چې د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوې ده، هنرمندان د پاپ موسیقي په روحاني بڼه نندارې ته وړاندې کوي. دا موسیقي چې د (شعوري موسیقۍ) په نامه یادیږي د مترقي صوفی راک او هِپ هاپ ترکیب دی چې اسلامي روحاني شاعري ټولګې په ځان کې رانغاړي.

شاعر او موسیقي غږوونکی سرفراز جاوید، د سیمې په یوه ځنګله کې له ګیتار سره د ترنم ریاضت کوي او غږ یې تر لیرې ازانګه کوي.

د همالیې په غرونو کې دغه ښکلې سیمه چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي، د لسیزو راهیسې د شخړو مرکز ګرځیدلی دی.

کشمیر چې د هند او پاکستان تر منځ وېشل شوی، له ۱۹۴۷ کال راهیسی د دواړو هیوادونو تر منځ د لانجې مهمه مسئله ده.

د جاوید په غږ کې لوی غم پروت دی. دی په شعر کی له تصوفی سبک نه استفاده کوي چې دا یو صوفیانه اسلامي دود دی.

سر فراز جاوید وايي: "زه شاعر نه وم، او هیڅکله می نه غوښتل چی شاعر شم او نه هم موسیقي غږوونکی وم. خو کله چی مې فکر وکړ چې زه باید خپل زړه خالي‌ کړم نو بیا مې د ځان سره فکر وکړ چې زه خو هیچا ته د خپل زړه خبره نه شم کولای. له پلار سره مې خبرې نشوای کولی. له ملګرو سره می خبرې نشوای کولی. ځکه چې کیدای شي چې دا ما ته ډیره شخصي‌ موضوع وه نو ما دا ښه وګڼله چې لیکل د احساساتو د څرنګدولو لپاره یوه ښه طریقه ده".

د اسلامي او روحاني شعر، د عناصرو په پام کې نیولو سره، ډیر وختونه د مذهبي استعارو سره تړل کېږي او دا هغه وخت په هغو سیمو کې ډیر شهرت مومي چې پکې د بیان د ازادئ محدودیتونه موجود وي او همدا علت دی چې ددې سیمې ډیر شاعران او هنرمندان دې ته اړ کړي چې خپل هنر سانسور کړي.

موسیقي غږوونکی ذیشان نبي وايي: "زما مطلب دادی چی دا هرڅه لنډ مهاله دي. دا حالت موقتي دی. تاسې به یې تر کله پورې کنټرول کړئ؟ همدارنګه تاسو باید دا هم فکر وکړئ چې ظالم یوازې تر یو ټاکلي مودې پورې ظلم کولی شي. دا ټول په دې پورې اړه لري چې تاسو ظلم ته څنګه ګورئ. مطلب مې دا دی چې ځینې وختونه ظلم په ټولنې باندې فشار دی او ځینې وختونه بیا کیدای شي چې بل څه وي".

دا پداسې یوه سیمه کې چې د اسلامي دود او د عصري ژوند ترمنځ پدې ډول سره د تاوتریخوالی د پای ته رسولو هڅې روانې دي. خو بیا هم د کشمیر په ډیرو برخو کې محافظه کارې ډلې واکمنې دي. کشمیر د یو قرن راهیسې ولسي شاعري لري چې اسلام ورباندې ډیره اغیزه کړې ده.

هنرمند عارف فاروق وايي: "موږ په یو داسې ملک کې ژوند کوو چې هرڅه پکښې سیاسي دي.‌ هنر څه دی؟ زما لپاره دا د روح انعکاس دی. مثلا زه څه فکر کوم په ماغزو کې مې څه تېرېږي. زه دغه د موسیقۍ، شعر او هنر له لارې بیانوم".

د جهلم، چې د کشمیر د لوی سیند نوم دی، په نامه د سندرې ویډیو ډېره مشهوره شوه. دا ځکه چې په دغه سندرې کې په کشمیر کې روزمره ژوند او روان ماتم انځور شوی دی.

سندرغاړی او شاعر، فهیم عبدالله وايي: "ټول ناامیدي او هرڅه غم چې تاسې یې ګالئ، په اخر کې ستاسو څخه د جهلم سیند ته بهیږي. موږ ټول په خپلو بدنونو کې د جهلم سیند لرو او موږ کوښښ ‌کوو چې په یو شکل نه یو شکل یې د بدن نه راوباسو".

جاوید د خپل وطن لپاره ویرنه (مرثیه) وايي. هغه په پای کې د هغو کسانو نومونه اخلي چې لادرکه شوي دي. پدې کې د هغه د خپل یو نږدې عزیز نوم هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG