د لاس رسي وړ اتصالات

د جي-۲۰ غونډه کې امریکايي استازی له روسي استازي سره نه ویني


د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن حکومت وايي استازی یې د نړۍ د شلو بډایه او مخ پر ودې هیوادونو (جي۲۰) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غوڼډه کې ګډون کوي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا پنجشنبه جولاۍ اوومه (چنګاښ ۱۶) د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې پیلیږي.

سپینه ماڼۍ وايي، په اوکراین باندې د روسیې یرغل به په داسې حال کې ددې غونډې د بحث اساسي موضوع وي چې د روسیې جمهور رئیس په خپل یو طرفه دریځ کې بند پاتې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جي ۲۰ په غونډه کې د ګډون دپاره اندونیزیا ته ځي. امریکايي چارواکو څرګنده کړې ده چې ښاغلی بلینکن به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر، سرګې لاوروف سره په دې غونډه کې نه ګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، نیډ پرایس وویل: "زه په داسې موقف کې نه یم چې د ټول حالت په اړه معلومات ورکړم، خو دا ویلی شم چې د بهرنیو چارو د وزیر بلینکن او د سرګې لاوروف ترمنځ د کومې لیدنې تمه نه کیږي". د جي شل هېوادونو سرمشریزه د نومبر په میاشت کې جویږي.

روسیه وایي جمهور رئیس ولادیمیر پوتین به د نومبر د میاشتې په غونډه کې ګډون وکړي. د جي ۲۰ د سرمشریزې کوربتوب هم د اندونیزیا په غاړه دی او د نړۍ د اوو ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو (جي۷) مشرانو هم ویلي چې د نومبر په غونډه کې ګډون کوي.

امریکا غږ له سپينې ماڼۍ وپوښتل چې ایا تر هغه وخته به د مذاکراتو له لارې د اوکراین مسئلې ته کوم حل وموندل شي؟ د سپينې ماڼۍ ویاندې، کرین ژان پېير وویل: "څه چې مونږ له جمهور رئیس پوتین وینو، هغه په سم موقف کی نه دی یا نه غواړي چې مذاکره وکړي. نو ستاسې د پوښتنې په ځواب کې وایم چې زمونږ دریځ ندی بدل شوی. مونږ د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو ترڅو د خپلې ولسواکۍ دفاع وکړي او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره وجنګېږي". روسیه هم په خپل دریځ ولاړه ښکاري.

د روسیې د دفاع وزیر، سرګي شویګو وايي: "د پوځ ځانګړي عملیات به تر هغې دوام وکړي تر څو پورې چې د سراعلی قوماندان له هدایت سره سم اهداف تر لاسه شوي نه وي." اوکراین هم همدا خبره کوي. ددغه هيواد جمهور رئیس، ولادیمیر زیلیسنکي وايي: "مونږ بله چاره نلرو. دا زمونږ د خپلواکۍ، زمونږ د بقا، او د ټول اوکرایني ولس د برخلیک خبره ده."

د څیړونکي مارک کانسین په باور، دا ژمنتیا د یوې اوږدې جګړې معنا لري. د کانسین په وینا، دا روان وضعیت تر دې هم پېچلی کوي، ځکه روسیه داسې څه په لاس کې لري چې امریکا يي غوښتنه کوي.

څلور میاشتې کېږي چې روسیې د بریټني ګرینر په نوم یوه امریکایي باسکټبالره د مخدره توکو کارولو په تور نیولې ده. امریکا وایي هغه بی ګناه نیول شوې ده.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز غړی، مارک کانسین وايي: "امریکايي اتباع تل د نورو حکومتونو لخوا نیول کېږي. اکثریت يې دومره د پام وړ نه ګرځي، ځکه دا له محلي قوانینو معمولي تیروتنې وي. خو ځینې بیا لکه د ګرینر په څير ډیره توجه جلبوي. بالاخره به یو توافق وکړو. مطلب دا چې موضوع ته چې څومره توجه زیاتیږي، هومره ورسره قیمت لوړیږي. په بله معنا، روسیه به د هغې د خلاصون په بدل کې ډېر څه تر لاسه کړي."

دا چې اوسنی وضعیت څه ډول دی. په تیرو څلورو میاشتو کې، د اوکراین په بحران کې د زرګونو انسانانو وژل کېدو، د میلیونونو ملکي خلکو بې ځایه کېدو او په دې اړه په لوړه کچه د غونډو دایرېدو او دیپلوماتیکو هلو ځلو، یوه اساسي خبره روښانه کړې ده چې «جګړه سخته ده، خو د سولې تامینول تر هغې هم سخت کار» دی.

XS
SM
MD
LG