د لاس رسي وړ اتصالات

جي-۷ غونډه کې د چین د نفوذ د مخنیوي دپاره د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پلان اعلان شو


امریکا، کاناډا، برتانیه، جرمني، فرانسه، جاپان او ایټالیا د جي-۷ غړیتوب لري
امریکا، کاناډا، برتانیه، جرمني، فرانسه، جاپان او ایټالیا د جي-۷ غړیتوب لري

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن نن یکشنبې ۲۷ جون (چنګاښ شپږمه) د اوو شتمنو هېوادونو (جي-۷) د مشرانو په غونډه کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو زیربنايي پروژو یو پلان اعلان کړ چې هدف یې په مخ پر ودې هېوادونو کې د چین د نفوذ مخنیوی دی.

د جي-۷ مشرانو په جرمني کې په روانه غونډه کې د چین د نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ددغه پلان له مخې، امریکا او د جي-۷ نور غړي هېوادونه به دا ۶۰۰ میلیارد ډالر تر ۲۰۲۷ کال پورې پر نړیوالو زیربنايي پروژو لګوي تر څو د چین د "یو کمربند یو سرک" په نوم د نړیوال زیربنايي پلان بدیل وړاندې کړي.

امریکايي چارواکي وايي، چین له خپل نړیوال زیربنايي پلان څخه د دام په توګه کار اخلي، کوربه هېوادونه پوروړي کوي او زیاته ګټه یې ددغو هېوادونو پر ځای پخپله چین ته رسیږي.

جمهور رئیس بایډن وايي: "مخ په ودې هېوادونه اکثرا داسې اړینه زېربنا نلري چې د وبا په څېر نړیوال فشارونه وګالي. ځکه پر دغو هېوادونو ډیر اغېز کوي او په مشکله ورڅخه ځان راباسي". هغه زیاتوي: "دا یوازې بشري ستونزه نده، دا زموږ د ټولو د پاره یوه اقتصادي او امنیتي ستونزه هم ده".

جمهور رئیس بایډن وايي: "دا باید واضح کړم. دا کومه اعانه یا خیرات نه دی. دا پانګونه ده چې د امریکا د ولس او زموږ د ټولو هېوادونو په ګډون، ټولو ته ګټه ورسوي. په دې کار به زموږ اقتصاد وده وکړي او دا موږ ته یو فرصت دی چې د راتلونکې په اړه خپلې مثتبې نظریې شریکې کړو او دا زمینه برابره کړو چې د نړۍ په هر ځای کې خلک له ولسواکیو سره په همکارۍ کې د ځان ګټه وویني".

د چین د چارو یو متخصص وایي، د جي-۷ ډله د چین د "یو کمربند یو سړک" د پلان سره په سخته سیالۍ کې واقع ده.

د ویلسن څیړنیز مرکز غړی، روبرت ډئلي وايي: "دا یوازې امریکا او اروپا نه دي. جاپان او اسټرالیا هم پدې اړه ډیر اندېښمن دي. دوی ټول هڅه کوي چې پور اخیستونکو ته زیات فرصتونه مساعد کړي تر څو د پور اخیستلو د پاره چین ته رجوع ونکړي او ځان په دام کې وانچوي. بلکه کولای شي له نورو هېوادونو پور واخلي. خو ستونزه داده چې ددغو هېوادونو کار ورو او پروسس یې جنجالي دی. دوی دومره پېسې هم نلري د هغه اندازه پیسو په نسسبت چې چین خپل د یو کمربند یو سړک پروګرام ته ځانګړي کړي دي. او چین د همدې پېسو په وسیله، دا توان موندلی چې په تدریجي ډول د اړمنو له لاری بدلون رامنځ ته کړي."

د جي-۷ د مشرانو په غونډه کې څو اضافه څوکۍ هم ایښودل شوي چې د جرمني د آلپ غرنۍ سیمې په بواریا کې روانو ځینو مجلسونو ته د جنوبي افریقا او هند مشران هم ور وبولي.

دغه دوو هېوادونو تازه د "بریکس" هېوادونو په مجلس کې مجازي ګډون کړی و. د بریکس په بلاک کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا غړیتوب لري. د "بریکس" په غونډه کې د چین جمهور رئیس شي ژین پینګ د لویدیځ پر هېوادونو تور لګولی چې هڅه کوي روسیه په اقتصادي لحاظ منزوي کړي.

شي ژین پینګ وویل: "د نړیوال اقتصاد سیاسي کول، وسیله ګرځول، د وسلې په څیر کارول، او په نړیوالو مالي او پولي سیستمونو کې د خپل حاکم موقف څخه په ګټې اخیستنې سره په قصدي توګه د بندیزونو لګول، د دوی خپلو او د نورو ګټو ته زیان رسوي او د نړۍ په هر ځای کې ولسونه په درد او کړاو اخته کوي. "

د اوکراین موضوع

د جي-۷ په غونډه کې د اقلیم د بدلون، کرونا وبا او روانو اقتصادي بحرانونو برسېره د اوکراین په اړه هم خبرې شوي دي. د اوکراین په کیف ښار کې جګړه ده چې د تیرو دوه ورځو راهیسې پری د روسیې له خوا تازه بریدونه شوي دي.

د غونډې کوربه، د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ وویل، د اوکراین امنیت يي په لومړیتوب کې دی. نن د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلنسکي هم د ویدیوکنفرانس له لارې د جي-۷ غونډې ته وربلل شوی و.

صدراعظم شولڅ وويل: "کله چې د اوکراین د امنیت موضوع مطرح کیږي، جرمني او امریکا به تل په متحدانه ډول اقدام کوي. دا خبره مو یو ځل بیا تکرار کړه. "

په جرمني کې د جي-۷ روانه درې ورځنۍ غونډه د جون له ۲۶ څخه تر ۲۸ پورې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG