د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: د طالبانو له واکمنېدو وروسته درس ته د افغان محصلینو لېوالتیا کمه شوې


یوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو وروسته درس ته د افغان محصلینو لېوالتیا کمه شوې ده.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې له خوا تر سره شوې په دې نظرپوښتنه کې، چې پایلې یې پرون یکشنبه ۱۸ جولای (چنګاښ ۲۷) خپرې شوې، اکثریت محصلینو ویلي چې له زده کړو وروسته د کار موندلو ته هم هیله نلري.

په دې نظرپوښتنه کې د افغانستان په پنځو ولایتونو (کابل ، ننګرهار، بلخ ، کندهار او هرات) کې له ۲۷۵ نارینه او ښځینه محصلینو سره خبرې شوي دي. اکثریت محصلینو ویلي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره، درسونو ته د هغوی انګېزه زیانمنه شوېده.

د سلام افغانستان رادیويي خپرونې (سلام وطندار) د خبري برخې مدیر، ګل محمد ګران وايي: "۷۳ سلنه محصلانو، یعني له ۲۷۵ محصلانو څخه ۷۳ فیصدو ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنیدو سره د هغوی انګیزه کمه شوې یا بیخي له منځه تللې ده".

په دې نظرپوښتنه کې ۶۶ سلنه ګډونوال نارینه او ۳۴ سلنه مېرمنې دي.

ددې نظرپوښتنې تنظیموونکي وايي چې د سروې لپاره یې نهه دولتي او نهه خصوصي پوهنتونونه انتخاب کړي دي.

په سروې کې د ښځو په نسبت اکثریت نارینه وو ویلي دي چې درسي انګېزه یې کمه شوې ده. ۷۷ سلنه نارینه وو ویلي دي چې له درسونو وروسته یې راتلونکې ته هیله مندي زیانمه شوېده.

په دي سروې کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو ۳۸ استادان د هغوی د درس ورکولو د انګېزې په اړه هم پوښتل شوي دي.

د سلام وطندار کارکوونکې، بهشته محمدي وايي: "۵۶ سلنه استادانو ویلي دي چې د امارت په واکمنیدو سره د هغوی د درس ورکولو انګیزه بدله شوې ده، یا کمه شوې او یا هم درس ورکولو ته هیڅ انګیزه نلري."

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي وایي درس ته د محصلینو د لېوالتیا د کمېدو ځینې لاملونه یې درک کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو معین، انجینیر اسماعیل وايي: "د محصلینو د نه انګیزې یو علت دا و کله چې په درسونو کې خامخا تعدیل راشي نو له درس سره د محصل مینه کمیږي."

سروې همدارنګه څرګندوي چې ۷۴ سلنه استادان په دې باور دي چې د طالبانو امارات په راتګ سره د درسي موادو د جوړېدو او تحقیق لپاره یا هیڅ فرصت نشته او یا هم کم شوی دی.

دغه سروې په داسې حال کې درس ته د محصلینو د انګیزې د کموالي او نشتوالي خبر ورکوي چې په تېر اګست کې واک ته د طالبانو په رسېدو سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي او دې کار د افغانانو د ناخوښۍ تر څنګ نړیوال غبرګونونه راپارولي‌ دي.

XS
SM
MD
LG