د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې د زیرې کروندګر وايي وچکالۍ یې حاصلات زیانمن کړي  


په غزني کې د زیرې کروندګر وايي وچکالۍ یې حاصلات زیانمن کړي  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

په غزني کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د چرسو له کرلو یې ډډه کړې ده خو د وچکالۍ له امله نور کښتونه یې هم سم حاصل نه ورکوي او په مقابل کې یې مؤسسو خپلې مرستې درولي او حکومتي پروګرامونه هم نشته دي.   

په غزني کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د چرسو له کرلو یې ډډه کړې ده خو د وچکالۍ له امله نور کښتونه یې هم سم حاصل نه ورکوي او په مقابل کې یې مؤسسو خپلې مرستې درولي او حکومتي پروګرامونه هم نشته دي.

د غزني د مقر د ولسوالۍ یو کروندګر نقیب الله ځلاند وايي په خپله درې جریبه ځمکه یې زیره کرلې ده او د اوبو د کمښت له امله یې دوه وارې اوبه کړې خو بیا هم سم حاصل ته نده برابره شوې.

هغه وویل:”د اوبو مو دومره ډېر مشکلات دي چې پخوا دلته اوبه په شپږ یا اوه مترو کې وې خو اوس تقریبا دولس مترو ته رسېدلې دي. د اوبو له نیستۍ ډېره خرابه شوې ده. دوا خو په ځای پاتې ده. دا دوه درې ځله کیمیاوي سره غواړي. موږ یوه ګونۍ کود ورکړی. دا څو ګونې کود ته اړتیا لري. دا ټول د اقتصاد له کمزورۍ کېږي. “

دا کروندګر وايي، چې اوس د پخوا په پرتله هر څه ډیر قیمته شوي او کیمیاوي سره به یې پخوا په درې زره افغانۍ اخیسته خو اوس شپږو زرو افغانیو ته یې قیمتونه لوړ تللي دي.

دی وايي، له کرلي فصل تمه نه لري، چې لګښت به هم پوره کړي او کنه.

کروندګر نقیب الله ځلاند زیاتوي، چې پخوا به یې په خپلو ځمکو کې بنګ کرل خو د چرسو له کرلو یې هم لاس اخیستی دی.

نقیب ځلاند وویل: ”اوس حکومت بنګ هم بندې کړې او چندان بازار هم نه لري. مخکې وار هم خلکو تاوانونه پکې وکړل، ګټه یې نه ده پکې کړې. ټولنې ته یې هم تاوان وکړ. پخوا چې به په کلي کې یو چرسي وو، اوس د هغه په پرتله چې موږ دلته بنګ کرلې وې، او خلکو کار پکې کاوه، چرس یې جوړول، ډېر هلکان په اخته شول، اوس په هر کلي کې شپږ یا اوه چرسیان پیدا شوي دي“.

دا کروندګر وايي، چې نړیوالو مؤسسو د مرستو تشې وعدې ورسره کړي او هیڅ پروګرام نشته چې له بزګرانو ملاتړ وشي.

XS
SM
MD
LG