د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت چې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه ونیسي، استعمال یې خپله بندیږي- یو معتاد 


حکومت چې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه ونیسي، استعمال یې خپله بندیږي- یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په نشه يي موادو یو روږدی چې رسول نومیږي او خپل ماما په لومړي وار نشه يي موادو ته تشویق کړی وايي، چې که حکومت د نشه يي موادو خرڅونکي د مخدراتو له پلورلو بند کړي نو د هغه په ويناء استعمالونکي یا معتادین خپله د نشه يي موادو استعمال پریږدي. 

په نشه يي موادو یو روږدی چې رسول نومیږي او خپل ماما په لومړي وار نشه يي موادو ته تشویق کړی وايي، چې که حکومت د نشه يي موادو خرڅونکي د مخدراتو له پلورلو بند کړي نو د هغه په ويناء استعمالونکي یا معتادین خپله د نشه يي موادو استعمال پریږدي.

دغه معتاد ادعاء کوي، چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د نشه يي موادو پلور زیات شوی دی. خو د طالبانو د حکومت چارواکو بیا ویلي، چې نشه يي مواد یې بند کړي دي.

رسول وايي: ”مخکې کم خرڅیدل. طالبان چې راغلي دي دومره ډیر دي. زیات خرڅیږي. هلته اتمه حوزه کې خرڅېږي. نساجیو کې بسته بسته کلي دي. طالبان یې دلته ونیسي. دومره پوډر ورسره ونیسي. دوه ساعته زندان په تېر کړي، بیا یې را خلاص کړي“.

په نشه يي موادو دغه معتاد چې اوس په کابل کې اوسیږي او اصلا د پکتیا د جاني خیلو د ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، په پاکستان کې په نشو اخته شوی دی او له څو ځله درملنې وروسته هم ندی توانیدلی چې نشه يي موادو پریږدي.

رسول وايي: ”زه شفاخانې ته درې وارې ولاړم. یو ځل فینیکس شفاخانې ته ولاړم. هلته مې ۴۵ ورځې تېرې کړې. درې میاشتې مې ودان کې تېرې کړې. ارزان قیمت کې چې ده. بیا پکتیا کې. اوه میاشتې مې یو ځل پرېښودل. ښه لمونځ او اودس مې کاوه. زړه مې ښه خوشال و. بس بیا یو لمونځ قضا کوه. بل قضا کوه، بیا پرې معتاد شوم. دا ځل مې بیا اراده ده چې ولاړ شم. دلته یوه نوې شفاخانه خلاصه شوې ده، یو ځل کور ته ځم بیا ورته راځم. “

رسول اکثره د کابل ښار په حضوری چمن کې د اعتیاد ورځې او شپې تیره وی او اوس نو کلونه تیر شوی چې خپله کورنۍ یې نده لیدلی.

هغه وايي: ”پلار مې څلور کاله کېږي نه دی لیدلی. ورور مې په موبایل کې عکس راته وښود، سپینږیری شوی دی. مخکې یې ږیره توره وه اوس سپینه شوې وه. څلور کاله غټ شی دی، چې سړی ولاړ نه شي. مور او پلار مې ولې نه یادېږي. کور د چا نه یادېږي. داسې پسې خپه یم، ګوره کله کله زما پلار غوندې سپین ږیری سړی ووینم، والله ژړا مې پسې راشي“.

دغه معتاد وايي، چې په تیرو اتو کلونو دده ډیر همزولي چې معتاد وو د اعتیاد له امله مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه ملیونه وګړي په نشه يي موادو روږدي دي او د درملنې امکانات د پخوا په نسبت سم نیمايي راکم شوي دي.

XS
SM
MD
LG