د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن کورنۍ د بریتانیا د شهزاده خیریه بنسټ ته یو میلیون پاونډ ورکړي- راپور 

شهزاد چارلس په یوې غونډې کې خبرې کوي
شهزاد چارلس په یوې غونډې کې خبرې کوي

بریتانوي رسنۍ وايي چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې د ترهګریزو بریدونو د اصلي طراح اسامه بن لادن د کورنۍ غړو د بریتانیا د شهزاد چارلس د خیریه بنسټ سره یو میلیون پاونډه [۱.۱۹ میلیون ډالر] مرسته کړې او هغه هم منلې ده.

تر دې مخکې د شهزاده چارلس ځینو سلاکارانو هغه ته ویلي‌ وو چې د بکر بن لادن او د هغه د ورور شفیق دا مرسته ونه مني.

سره له دې چې د بن لادن د کورنۍ دغو غړو کوم «غلط کار نه دی» کړی، خو د دغو مرستو له اعلان وروسته د شهزاده چارلس د خیریه بنسټ د چارو په اړه پلټنه نوره زیاته شوې ده.

شهزاده چارلس د ویلز د شهزاده له خیریه بنسټ سره د بن لادن د کورنۍ د دغو غړو د مرستو وړاندیز په ۲۰۱۳ کې منلی و. د فرانسې خبري اژانس د بریتانیا د «سنډې ټایمز» د ورځپاڼې په حواله لیکلي‌ دي چې هغه وخت هم د دغه بنسټ ځینو مشاورانو د دغه کار مخالفت کړی و، خو وايي‌ چې پنځو اعتماد کوونکو موافقه درلوده.

د بریتانیا پولیسو د فبرورۍ په میاشت کې د شهزاد چارلس د یو بل خیریه بنسټ سره د شویو مرستو په اړه پلټنه کړې وه، په دغو مرستو کې د سعودي عربستان یو سوداګر محفوظ ماري مبارک بن محفوظ، دخیل و. د دغه خیریه بنسټ مشر مایکل فوسیټ د دغو مرستو په اړه له داخلي پلټنو وروسته تېرکال له خپل کار څخه استعفا وکړه.

ښاغلي فوسیټ د سعودي عربستان له دغه وګړي سره د خپلو روابطو له افشا کېدو وروسته منلې وه چې خپل مسولیتونه به ځنډوي. د سعودي‌ دغه لوی سوداګر بن محفوظ د شهزاده چارلس د خوښې وړ ځینو پروژو د بیا پیلولو لپاره د هغه له بنسټ سره مرسته کړې وه.

راپور وايي چې ښاغلي فوسیت ښاغلي محفوظ ته د بریتانیا د شاهي کورنۍ د ویاړ اخیستلو او د بریتانیا د تابعیت ورکولو په اړه هڅې تنظیمې کړې وې. فوسیت له ملکې الیزابت سره هم نژدې روابط‌ لري. محفوظ رد کړې چې ګنې کوم ناوړه کار به یې کړی وي.

په انګلنډ کې د خیریه چارو کمېسیون، چې خیریه بنسټونه راجستر کوي‌ او چارې یې څاري، وايي چې د نومبر په میاشت کې یې د دغو مرستو په اړه رسمي تحقیقات پیل کړل.

د شهزاده چارلس دا بنسټ په ۱۹۸۶ کال کې پرانیستل شوی او د سکاتلنډ د خیریه بنسټونو د څار اداره یې کارونه څاري. دغې ادارې هم د نومبر په میاشت کې د شهزاده چارلس له خیریه بسنټ سره د هغه روسي وګړي د مرستو په اړه تحقیقات وکړل چې د پېسو د سپینولو په تور محکوم شوی و.

This item is part of
XS
SM
MD
LG