د لاس رسي وړ اتصالات

له انګورو څخه د کوکنارو په پرتله څو برابره ګټه لاسته راوړو- د بلخ کروندګر 


له انګورو څخه د کوکنارو په پرتله څو برابره ګټه لاسته راوړو- د بلخ کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د بلخ ولایت د بلخ د ولسوالۍ کروندګر وايي چې سږ کال یې انګورو ښه حاصلات کړي او نه یوازې چې د انګورو له حاصلاتو خوښ دي بلکې د کوکنارو په پرتله ګټه هم ورته ډیره کوي او د سږکال یې انګورو مرض هم ندی کړی.   

د بلخ ولایت د بلخ د ولسوالۍ کروندګر وايي چې سږ کال یې انګورو ښه حاصلات کړي او نه یوازې چې د انګورو له حاصلاتو خوښ دي بلکې د کوکنارو په پرتله ګټه هم ورته ډیره کوي او د سږکال یې انګورو مرض هم ندی کړی.

د بلخ ولسوالۍ یو تن کروندګر امرالدین اووه کاله کېږي چې انګور کري او سږکال د انګورو له حاصلاتو خوښ دی.

ددغه کروندګر په وینا چې انګور د کوکنارو څو چنده زیاته ګټه کوي او زیاتوي که انګور مرض و نه کړي نو له یو جریب انګورو څخه د کال ۱۰۰ زره افغانۍ عاید لاسته راوړي.

هغه وویل: "اووه کاله کېږي انګور مو کرلي دي. موږ ډېر خوشاله یو، ښه حاصل لري. حلال شی دی. که زموږ انګور مرض ونه کړي او دوا او اوبه ور ورسېږي د تاریاکو دوه چنده حاصل کوي. جریب کې موږ یو لک روپۍ حاصل اخیستلی شو او که مرض هم وکړي بیا موږ دوا ورکوو او بیا په جریب تر ۶۰۰۰۰ افغانیو حاصل لاسته راوړو".

کروندګر امرالدین وايي دا کوم انګور چې دوی کرلي دي؛ ښه مقاومت لري او کلک دي. له همدې امله بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

د هغه په وینا که د پاکستان او ازبکستان هېوادونو سره تجارتي لارې پرانیستي وي، دغه انګور په ښه بیه پلورلی شي.

د امرالدین په خبره تېر کال د جګړو او د تجارتي لارو د بندېدو له امله یې له انګورو څخه لږ عاید اخیستی دی.

هغه داسې وویل: "دا د د پیر نقشیر انګور دي تایفي ورته وايي. ډېر کلک انګور دي او د کال په اخر کې پخېږي. دا بهر ملکونو ته ځي. که د پاکستان یا ازبکستان بندرونه بند نه وي دا په ښه بیه خرڅېږي. تېر کال جنګونه و او بندرونه بند و زموږ مصرف یې پوره نه کو".

کروندګر امرالین په وینا چې د بلخ ولسوالي آب و هوا ته په کتو په دغه ولسوالۍ کې انګور ښه حاصل ورکوي.

په بلخ کې کروندګر له بېلابېلو لارو چارو ګټه اخلي تر څو د کوکنارو بدیل کښتونه وکري، خو کروندګر وايي چې زیاتره وخت د ښه حاصل لاسته راوړلو سربېره د محصولاتو د خرڅلاو مارکیټ نه شتون له امله له خپلو حاصلاتو ګټه نه شي ترلاسه کولای.

XS
SM
MD
LG