د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي د کابل په لویدیځ کې برید دوی کړی


د کابل د شنبې د ورځې د برید ساحه - عکس رویترز
د کابل د شنبې د ورځې د برید ساحه - عکس رویترز

په افغانستان کې د عاشورا د ورځې په درشل کې نن د شنبې په ورځ اګسټ شپږمه (زمري ۱۵) بیا په کابل کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه وشوه چې ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل ښار په لویدیځ د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې دا چاودنه د ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې وشوه. د پیښې په ځای کې عیني شاهدانو ویلي چې دغه چادونه د محرم د میاشتې په ماتم کوونکو شوې ده.

په کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي چې پدې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

د داعش-خراسان څانګې ادعا کړې چې دا برید هغوي کړی. د سایټ ویب پاڼه چې د جهادي ډلو فعالیتونه څاري د داعش په حوالې لیکلي چې د هغوي سرتیرو په شعیه ګانو چاودیدونکي مواد چولي.

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې امر مولوي ذبیح الله، بیا محلي رسنیو ته ویلي وو چې پدې چاودنه کې درې تنه ملګي وګړي وژل شوي او اوه تنه ټپیان شوي دي.

خو علي شیر شهیر، چې د طالبانو له واکمن کیدو دمخه په کابل کې د خیریال په توګه کار کاوه په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې پدې چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا د محرم میاشتې په ترڅ کې دوهمه مرګونې چاودنه ده. تیره ورځ د اګسټ په پنځمه (زمري ۱۴) د طالبانو یو ویاند وویل چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د طالبانود حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې چاودیدونکي مواد د ملکي خلکو په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي وو چې ۸ تنه یې وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د داعش - خراسان څانګې د جمعې د ورځ د برید د کولو ادعا هم کړې وه.

پخوا هم د داعش خراسان ډلې په جوماتونو، تکیه خانو، روغتونونو او نورو ځایونو باندې د ورته بریدونو مسولیت منلی و.

د داعش د خراسان څانګه چې تر ډیره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې یې د شیعه مذهبو پر مذهبي اماکنو باندې مرګوني بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG