د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کابل څلورو زونونو کې به د پاسپورت وېشلو سایټونه زیات شي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پاسپورت تر لاسه کول ستونزمن شوي، د پاسپورت عمومي ریاست وايي، په پام کې ده چې د کابل ښار په څلورو زونونو کې د پاسپورت وېشلو سایټونه رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست مرستیال شېر شاه قریشي نن سې شنبه اګست ۲۳ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تیر یو کال راپدېخوا د انلاین فورمو سیستم پراخ شوی، د تعرفو الکترونیکي سیستم رامنځته شوی او د ګرځنده ټېمونو په رامنځته کولو سره د پاسپورتونو د وېش په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

هغه وویل: "د رئیس الوزرا د لارښوونې سره سم په پام کې ده چې د کابل په څلورو زونونو کې د پاسپورت د وېش سایټونه زیات شي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د مې میاشتې راپدېخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشل بند شوي او طالبانو یوازې په کابل کې د پاسپورتونو وېشل پیل کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د پاسپورت اخیستلو لپاره په کابل کې د انلاین فورمونو ډکولو بهیر پیل شوی دی او خلک کولای شي چې انلاین نوملیکنه وکړي.

خو بلخوا د ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي د پاسپورت اخیستلو له روان وضعیت څخه ناراضي ښيي او وايي چې د انلاین ثبت نام سره سره لا هم ورته نوبت نه رسیږي.

د کندهار ولایت یو اوسېدونکی چې څو میاشتې مخکې د پاسپورت لپاره انلاین ثبت نام کړئ د نوم نه خپرېدو په شرط د خپلې ستونزې په اړه امریکا غږ ته وویل: "څو میاشتې کیږي چې د خپلو دوو اولادونو لپاره مې په کندهار کې انلاین فورمې ډکې کړي دي، خو تر اوسه یې هیڅ درک نه دی لګېدلی، له کندهار څخه کابل ته تګ وخت او مصرف غواړي، خپله کندهار کې که د پاسپورتونو وېش پيل شي، خلک به هوسا شي."

خو د پاسپورت ریاست مرستیال شیرشاه قریشي په نننۍ ناسته کې وویل چې په ولایتونو کې به هم ډېر ژر د پاسپورت اخیستلو لپاره انلاین سیستم پیل شي، خو کره نېټه یې په ډاکه نکړه.

د پاسپورت اخیستلو پر مهال د رشوت اخیستلو په اړه شکایتونه

بلخوا په داسې حال کې چې ګڼ شمېر خلک د پاسپورت په ادارو کې د فساد او رشوت اخیستلو په اړه اندېښنه ښيي، د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، په دغه ریاست کې تر ډېره د فساد مخه نیولې او په خبره یې پدې وروستیو کې ۳۵۰ تنه کمېشنکاران او استفاده کوونکي کسان نیولي دي.

د دغه ریاست مسؤلینو نن سې شنبه کابل کې خبریالانو ته وویل چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د پاسپورت ریاست مرستیال شیرشاه قریشي وویل چې روان کال یې څه باندې ۷۰۰زره کسانو ته پاسپورتونه وېشل شوي او څه باندې څلور میلیارډه افغانۍ یې عواید یې را ټول کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست مسؤلینو همدارنګه وویل چې د کورنیو او بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو سره په همغږۍ یې د دریو میلیون پاسپورټونو د چمتو کولو قرارداد وروستی کړی دی. د دوی په وینا د دوو میلیونه نورو پاسپورټونو د تدارک وړاندیز یې هم مالیې وزارت ته سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د پاسپورت اخیستلو تقاضا زیاته شوې ده، د پاسپورت عمومي ریاست تر دې مخکې ویلي و چې د خلکو زیاتو غوښتونو ددوی د فعالیت چارې ټکنۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG