د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اوو ولایتونو کې د پاسپورت وېشلو بهیر پیلیږي


په داسې حال کې چې هره ورځ په زرګونو کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره په کابل کې د پاسپورت ریاست ته مراجعه کوي، د طالبانو حکومت وايي، ټاکل شوې یکشنبه په اوو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ پيل کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست سرپرست علم ګل حقاني نن شنبه نومبر ۱۳(لړم ۲۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په لومړۍ مرحله کې ټاکل شوې په ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندز، خوست او پکتیا کې د پاسپورت د وېشلو لړۍ پیل شي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې ټاکل شوې دغه بهیر په نورو ولایتونو کې هم پيل شي. خو کره نېټه یې په ډاګه نکړه.

د پاسپورت ریاست سرپرست د یاد کار هدف د پاسپورت مراجعینو لپاره د اسانتیاو رامنځته کول وبلل او زیاته یې کړه چې ډير ژر به په کابل کې د پاسپورت اخیستلو لپاره د انلاین نوم لیکنې بهیر هم له سره پیل شي.

اوس مهال طالبان په کابل کې یوازې هغو کسانو ته پاسپورت ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې انلاین نوم لیکنه کړې وي.

طالبان همدارنګه هغو ناروغانو ته پاسپورت ورکوي چې په افغانستان کې درملنه نه کیږي او د درملنې لپاره باید بهر انتقال شي. اوس مهال په کابل کې د پاسپورت ریاست مخته په زرګونو کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره راټول شوي تر څو خپل پاسپورتونه تر لاسه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست ټینګار کوي چې لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل شي چې تر دې مخکې انلاین نوم لیکنه کړې وي او قانوني اسناد ولري.

اوس مهال د افغانستان د ټولو ولایتونو خلک د پاسپورت اخیستلو لپاره د کابل پاسپورت ریاست ته مراجعه کوي. چې د ګڼې ګوڼې له امله یې بې نظمي رامنځته کړې ده.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې دوی په ورځ کې تر ۶۰۰۰ پوري پاسپورتونه ویشي، خو د پاسپورت غوښتونکي وايي چې دغه بهیر په پڅ ډول مخته روان دی.

تر دې مخکې یو شمېر کسانو د امریکا غږ له مرکزي دفتر سره خبرو کې ویلي و چې په پاسپورت ریاست کې ځينې کسان د رشوت په بدل کې پاسپورتونه جوړوي، خو طالبانو وروسته اعلان وکړ چې په دغه ریاست کې ۴۰ تنه کمېشن کاران نیولي دي.

XS
SM
MD
LG