د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پاسپورت ریاست ښځینه کارکوونکو بیرته خپل کارونه پیل کړل 


په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو څخه دوه میاشتې وروسته دغې ډلې د لومړي ځل لپاره د پاسپورت په اداره کې ښځینه کارکوونو ته اجازه ورکړه چې بیرته خپلو کارونو ته ستنې شي.

د طالبانو ډلې په وروستیو اونیو کې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار کولو مخنیوی وکړ او همداشان تر اوسه د نجونو د متوسطه او لیسو زده کوونکو سرنوښت نامعلوم دی.

د افغانستان د پاسپورت د عمومي ریاست کارکوونکې فریده محمدزۍ، چې د لسو کلونو راهیسې پدې اداره کې کار کوي وویل چې د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته د پاسپورت د ریاست فعالیت ممکن ندی.

میرمن محمدزۍ زیاته کړه چې د پاسپورت د ریاست زیات شمیر مراجعین ښځې دي او اړتیا ده چې پدې اداره کې ښځینه کارکوونکې حضور ولري.

هغې همداشان وویل: "زمونږ هیله همدا وه چې بیرته کار ته راشو او خپل خدمت ته دوام ورکړو. خو اوس هم مطمین نه یو چې نن کار ته راوغوښتل شو، خو داچې په راتلونکې کې له مونږ سره څه کوي."

د میرمن محمدزۍ په وینا ډیر شمیر ښځې چې پدغه اداره کې یې کار کاوه، خپلو کورنیو ته ډوډۍ ګټونکې دي او هغوی د دریو میاشتو راهیسې معاشونه ندي اخیستي.

هغې له طالبانو وغوښتل چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او په دولتي ادارو کې ورته د فعایت ښه زمینه برابره کړي.

فریده محمدزی وویل: "په تیر حکومت کې هم همداسې وو. د ښځو په څانګه کې په بشپړه توګه ښځینه کارکوونکو شتون درلود ځکه ځنې ښځې چې له اطرافو څخه راتللې مشکلات یې دا وو چې د عکس او بایومتریک د اخیستلو لپاره نارینو ته نه تللې او پخوا هم دغه موضوع په پام کې نیول شوی وه."

د پاسپورت ریاست یوې بلې کارکوونکې شکیبا عارفي وویل بیرته کار ته په راتللو خوشحاله ده، که څه چې میرمن عارفي ټینګار وکړ چې د طالبانو په حکومت کې یې بیرته کار ته د راتللو هیڅ امید نه درلود.

د افغانستان د پاسپورت په اداره کې په لسګونو ښځې کار کوي او د مقاماتو په وینا ټاکل شوې چې پدې اداره کې په راتلونکو ورځو کېټولې ښځینه کارکوونکې بیرته خپلو کارونو ته حاضرې شي.

میرمن عارفي وویل: "د پاسپورت د اخیستلو لپاره د مراجعینو شمیر زیات دی او همداشان هغه وقفه چې رامنځته شوی ښایي د مراجعینو شمیر نور هم زیات شي او په همدې دلیل زیات شمیر ښځینه کارکوونکو ته اړتیا ده."

څارونکي څه وایي؟

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالین د پاسپورت ریاست ته د ښځینه کارکوونکو بیرته ورتګ "هیله بخښونکی" ګڼي، خو وایي د طالبانو دا کار "سمبولیک، نمایشي او د نړیوالې ټولنې د راجلبولو" په هدف دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

د بشري حقونو فعالې کیارنگ سعادت، د چهارشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) امریکا غږ ته وویل اړتیا ده چې ټولو ښځینه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي او د هغې په وینا طالبان دې په ټولنه کې د ښځو د فعالیت مانع نشي.

میرمن سعادت وویل: "یواځنی مثبت کار چې دا ځل طالبانو درلود د پاسپورت ریاست ته د ښځینه کارکوونکو بیرته ورتګ دی، چې ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوه. دا یو څه هیله بخښونکې ده."

میرمن سعادت هم په کابل کې دا کار "نمایشي او سمبولیک" وګاڼه او وویل چې دغه ډله پدې کارونو سره غواړي د سیمې او نړۍ هیوادونه هغوی په رسمیت وپیژني.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو په وړاندې د ښځو دریدلو او په کابل او نورو ولایتونو کې د هغوی مظاهرو باید دې ډلې ته څرګنده شوی وي چې ښځې به اجازه ورنکړي چې حق یې "تر پښو لاندې" شي.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې هدا خموش، د امریکا غږ ته وویل چې اوسمهال د پوهنتون د استادانو، ښوونکو او دولتي مامورینو په ګډون زیات شمیر ښځې د خپلو کارونو محرومې شوي او په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

هغې زیاته کړه چې زیات شمیر ښځې خپلو کورنیو ته ډوډۍ ګټي چې او بیکاره دي او په بې سرنوشتي کې ژوند کوي. هغه هم پدې باور ده چې د پاسپورت په ریاست د ښځینه کارکوونکو بیا کار کول نمایشي دي او طالبان غواړي نړیواله ټولنه وهڅوي چې د دوی حکومت په رسمیت وپیژني.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ددې ډلې حکومت باید په رسمیت ونه پیژني او خبرداری یې ورکړ چې که د سیمې او نړۍ هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني "افغانستان به ښځو ته دوزخ شي".

طالبانو د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې ښځو ته اجازه نه ورکوله چې له شرعي محرم پرته له کوره ووځي او ښځې او نجونې یې د د زده کړو له حق او په بهر کې د کارکولو څخه محرومې کړې وې.

د طالبانو ډلې شاوخوا درې اونۍ مخکې د هلکانو د متوسطه او لیسو ښوونځیو د زده کړو پیل ته اجازه ورکړه خو تر اوسه یې د نجونو متوسطه او لیسه ښوونځیو ته د فعالیت اجازه نده ورکړې.

د طالبانو ددې اقدام په غبرګون کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانستلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دا مهمه ده چې د لیسو د زده کوونکو په ګډون ټولې نجونې له ځنډ پرته پدې هیواد کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG