د لاس رسي وړ اتصالات

افغان معتادین په خپلو سیمو کې د درملنې مرکزونه غواړي  


افغان معتادین په خپلو سیمو کې د درملنې مرکزونه غواړي  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د شهریار خان په نوم په نشه يي توکو روږدی چې له تیرو ۸ کلونو راهیسې په نشه يي موادو معتاد او اصلا د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، تمه لري په خپله سیمه لوګر کې یې د درملنې مرکزونه جوړ شي ترڅو درملنه یې د خپلې کورنۍ تر مستقیم نظارت لاندې وشي.  

د شهریار خان په نوم په نشه يي توکو روږدی چې له تیرو ۸ کلونو راهیسې په نشه يي موادو معتاد او اصلا د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، تمه لري په خپله سیمه لوګر کې یې د درملنې مرکزونه جوړ شي ترڅو درملنه یې د خپلې کورنۍ تر مستقیم نظارت لاندې وشي.

دغه معتاد داسې مهال په خپلې سیمې کې د معتادینو د درملنې د مرکز د جوړیدو غوښتنه کوي چې د طالبانو له راتګ سره په ټول افغانستان کې د معتادینو د درملنې نږدې ۸۸ مرکزونه د امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

شهریار خان چې اوس د کابل ښار په کارته نو کې د سرک ترغاړی خپل ژوند تیروي وايي، ډيره موده کیږي چې له خپلې کورنۍ لرې دی.

هغه وویل: "زما غټ ارمان دا دی چې یو ښایسته سهولت راته فراهم شي، چې هر سړي ته په خپله علاقه کې یعنې زه د لوګر یم ماته په لوګر کې د معتادینو یوه شفاخانه جوړه شي چې نیږدې وي. دغه نه خلاص شو، یو آزاد او مستقله زنده ګي وکړو، د معتادۍ زنده ګي خو یوه داسې زنده ګي ده چې نه بچی ګورو، نه مور، نه پلار، نه ښځه، نه چای او نه ډوډۍ فقط د دې په سوچ کې یو چې دغه پوډر به څنګه پیدا کېږي، ځکه د دې ډېر شدید درد هم دی."

دغه معتاد وايي، په لومړي ځل یې د مخدر موادو استعمال په پاکستان کې پیل کړ چې بیا وروسته افغانستان ته راغی او د اعتیاد څخه د خلاصیدو هڅه یې وکړه.

هغه وايي یو ځل یې درملنه کړې ده خو له درملنې وروسته له ناسمو خلکو سره ناستې بیا اعتیاد ته ګرځولی دی.

د شهر یار په وینا، کله چې د معتادینو درملنه وشي نو د حکومت له خوا ورته باید مصروفیت پيدا شي، که مصروفیت نه وي بیا هم د دوی د معتاده کیدو احتمال شته.

شهریار خان وايي:"بې روزګاره وي یا په کور کې پرې څه فشار راشي، هغه بیا دوباره دې عمل ته مخه کوی او که چېرته کوم کار روزګار یې شروع کړ او دغه طبقه یې پرېښودله نو انشاألله ټول عمر به ترېنه خلاص شي."

دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې په مخدره موادو د معتادینو شمیره اوس تر پنځو ملیونو رسیږي او د درملنې امکانات تر پخوا ډیر محدود شوي دي.

XS
SM
MD
LG