د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما د غوره کیسه کوونکي جایزه وګټله 


بارک اوباما
بارک اوباما

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر بارک اوباما ته د «ایمي» د غوره حکایت کوونکي او راوي جایزه ورکړل شوه.

نوموړي په «نټفلیکس» د «زموږ لوی ملي پارکونه» په نامه په یو مستند فلم کې کیسه کوونکی او راوي دی.

دا مستند د بارک اوباما او مېشل اوباما د تولید کمپنۍ، هایر ګرانډ،‌ جوړ کړی دی چې پنځه برخې لري.

مخکنی ولسمشر بارک اوباما د «ایمي د خلاقو هنرونو» د جایزو په ګټګورۍ کې تر ټولو لوی نوم و، د ده تر څنګ د امریکا د باسکتبال یو پخوانی مشهور لوبغاړی کریم عبدالجبار، ډیویډ اتندبوروغ او لوپیتا نیونګو هم وو. د جایزې مراسم تېره شپه ترسره شول.

ښاغلی اوباما د امریکا دویم ولسمشر دی چې دا جایزه ګټي. تر ده مخکې په ۱۹۵۶م کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو بل ولسمشر دوایت ډي ایزنهاور هم دا جایزه ګټلې وه.

بارک اوباما تر دې مخکې د خپلو خاطراتو دوه کتابونهAudacity of Hope A Promised Land او هم په خپل غږ کې ویلي او ثبت کړي وو چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د هغه له کبله هم د « Grammy Awards» جایزه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې ځینو مشهور افرادو ته هم جایزې ورکړل شوې. چادویک باسمن ته د تور پړانګ په سریال کې د ښه غږ له کبله د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه. دی په ۲۰۲۰ کال کې وفات شو او همدا سریال یې وروستی و.

XS
SM
MD
LG