د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په لویدیځ کې پرله پسې چاودنې شوي


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۱۹) وویل چې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د دوو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د ټکور په وينا، چاودېدونکي توکي په دوو بايسکلونو کې ځاى پر ځاى شوي وو او ټپي شوى کس ژر روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي چې په دغو چاودنو کې درې تنه ټپيان شوي دي .

دا پداسې حال کې دي چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي، چې تر دې چاودنو وروسته شپږ ټپیان د سیمې یو روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د امریکا غږ تر اوسه نده توانیدلې چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د دې رپوټونو رښتینوالی د خپلواکو منابعو له لورې تائید کړي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو تر دې وړاندې د داعش خراسان څانګې د ورته چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د داعش خراسان څانګه د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه او وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په دغه هېواد کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې د داعش خراسان څانګې د سپټمبر په پنځمه په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د هغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست چې په کې د روسیې سفارت د دویم سکرټر او یو ساتونکي په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د دشت برچي د سیمې زیاتره اوسیدونکي هزاره توکمه او شیعه مسلمانان دي، هغه اقلیت دی چې په تیرو دوو لسیزو کې د داعش په ګډون د اسلامي سخت دریځو له خوا د مرګونو بریدونو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG