د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د روسیې سفارت مخې ته چاودنې ته د ملګرو ملتونو او امریکا غبرګون


په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د تیرې ورځې ځانمرګي برید، چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی دی، په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي او ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالاتو یاد برید غندلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش دغه چاودنه غندلې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

ښاغلي ګوتیریش په یو بیان کې ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې پر ملکي وګړو او دپلوماتیکو نمایندګیو بریدونه منع دي او هغو باید هدف ونه ګرځول شي.

د روسي چارواکو او طالبانو حکومت مسؤلینو د معلوماتو په اساس، په دغه چاودنه کې د روسیې سفارت دوه دپلوماتان او څلور افغان وګړي وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو حکومت ویاند خالد ځدراڼ تېره ورځ وویل یو ځانمرګی چې غوښتل یې د روسیې سفارت مخې ته د خلکو په منځ کې چاودنه وکړي، د طالب سرتیرو لخوا تر پيژندلو وروسته هدف ګرځول شوی چې وروسته یې چاودېدونکو موادو چاودنه کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د سې شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه (وږې ۱۵) هم دغه چاودنه غندلې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده. ښاغلي ویسټ زیاته کړې "دا ډول تاوتریخوالی هیڅ هدف نلري."

روسیې، پاکستان، ترکیې، ایران، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما دغه برید غندلی دی.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وري ۱۴) په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د ځانمرګي چاودنې مسولیت ومانه.

د فرانس پرس اژانس د خبر په اساس دغې اسلامپالې ډلې د تلګرام چینل له لارې په یو بیان کې لیکلي چې د داعش یو جنګیالي د روسیې سفارت ته نژدې «په یوه راټولیدنه کې چې روسي مامورین هم په کې وو، خپل د چاودیدونکو توکیو واسکټ وچاوه.»

داعش ادعا کړې ده چې د دوی په ځانمرګي برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي.‌ دوی ادعا کړې ده چې په برید کې «جاسوسان، د سفارت امنیت ساتونکي طالبان او لږ تر لږه د سفارت دوه روسي موظفین» وژل شوي دي.

بلخوا د کابل ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو چاودنه خلک اندېښمن کړي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د محمد جواد په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل: "د چاودنو دوام د اندېښنې وړ دی،خلک یې د تیر په شان اندېښمن کړي دي، اسلامي امارت تل ویلي چې امنیت به ټینګ کړي، خو هره ورځ یوه چاودنه کیږي او بېوزلې خلک یې وژل کیږي."

د کابل ښار دغه اوسېدونکي همدارنګه وویل چې د افغانستان خلک له چاودونو څخه په تنګ شوي دي او طالب چارواکي باید د خلکو د امنیت په برخه کې توجه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو تل ویلي چې په ټول افغانستان کې د خلکو لپاره امنیت تامین کړی دی او د داعش ترڅنګ د ټولو تروریستي ډولو پر ضد یې پراخ عملیات تر سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG