د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان په 'فضا کې دې الوتنې بندې' کړې


د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو د ادعا سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان په فضا کې دې الوتنې نکوي.

د راپورونو په اساس، په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي دي. لوړپوړو طالب چارواکو هم د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل تائید کړي او هغه یې د افغانستان په هوايي حریم «ښکاره تېری» بللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن چهارشنبه سپټمبر اوومه (وږې ۱۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان پر فضا د امریکايي الوتکو هر ډول ګرځېدل د نړیوالو قوانینو او د دوحې له توافقنامې څخه خلاف دي. ښاغلي متقي زیاته کړه چې په دې اړه یې څو ځله له امریکايي پلاوو سره بحثونه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "اوس یو ځل بیا د امریکا پر حکومت غږ کوو چې خپل پروازونه بند کړي. په افغانستان کې الحمدالله سرتاسري امنیت شتون لري، کوم کسان چې وغواړی د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده وکړي، هیچ اجازه نلري او هیڅ ځآی نلري چې دا ډول فعالیتونه تر سره کړي."

امریکايي چارواکو لا د طالبانو د دغې ادعا او خبرو په اړه څه نه دي ویلي‌او نه یې هم رسمآ تائید یا رد کړې ده چې د افغانستان په فضا کې ګرځېدونکې الوتکې د دوی دي.

ښاغلي متقي وویل کله چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد نه کارول کیږي، نور هیوادونه هم هیڅ حق نلري چې الوتکې یې د افغانستان پر فضا پروازونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دالقاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، همدارنګه وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي او تر دا مهاله یې څېړنې نه دي بشپړه شوي.

ښاغلي متقي همدارنګه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه «هیڅ ثبوت» نه دی وړاندې کړی.

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و په داسې حال کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دې اړه د امریکا څخه شواهد غواړي وویل چې موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په برید کې وژل شوی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر په مېشتولو او هغه ته په ځای ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون مات کړی دی.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد خبریالانو ته ویلي و چې د دوی د معلوماتو په اساس د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه افغانستان ته داخلیږي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د افغانستان په فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په غبرګون کې له پاکستان څخه وغوښتل چې خپله فضا د افغانستان په خلاف استعمال نکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د اګست پر ۲۸مه د اندېښنې په ښودلو سره یادې څرګندونې رد کړې او هغه یې له شواهدو پرته تور وباله.

XS
SM
MD
LG