د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د امریکایي بندیانو د خوشي کیدو لپاره روسیې ته 'د پام وړ وړاندیز' کړی


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځمه) وویل د باسکټبال د امریکایۍ مشهورې لوبغاړې بریټني ګراینر په ګډون یې د امریکایي بندیانو د آزادیدو لپاره روسیې ته د "پام وړ وړاندیز" کړی دی.

ښاغلي بلینکن څرګنده کړه، هغه به د لومړی ځل لپاره پر اوکراین د روسیې د برید راوروسته د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیله من دی چې په راتلونکو ورځو کې له ښاغلي لاوروف سره د سمندري ځواکونو د پخواني غړي پاول ویلن او د باسکټبال د لوبغاړې بریټني ګراینر د خوشي کیدو په اړه په یو وړاندیز خبري وکړي.

بلینکن خبریالانو ته وویل، دغه دوه کسان "په اشتباه نیول شوي او باید اجازه ورکړل شي چې کور ته راشي."

بلینکن زیاته کړه:" موږ څو اوونۍ وړاندې یو د پام وړ وړاندیز وکړ څو د هغوی د خوشي کیدو زمینه مساعده کړي. زموږ حکومتونو د هغه وړاندیز په اړه په مکرر او مستقیم ډول ارتباط‌ نیولی دی او زه به د تعقیب لپاره شخصا لدې خبرو استفاده وکړم."

حساسیت ته په کتو، بلینکن د وړاندیز د ډیرو جزیاتو له ورکولو او یا هم د هغو راپورونو له تائید څخه ډډه وکړه چې ویل کیږي متحدو ایالتونو د امریکایي اتباعو د خوشي کیدو په بدل کې د وسلو پر قاچاق د تورن روسي ویکټور بوټ د تبادلې وړاندیز کړی دی.

متحدو ایالتونو او روسیې یو ځل مخکې او د اوکراین د جګړې پرمهال هم د بندیانو تبادله کړېده. واشنګټن په اپریل میاشت کې د سمندري ځواکونو د پخواني غړي تریور رید د خوشي کیدو په بدل کې د مخدره موادو تورن قاچاق وړونکی کونسټانټین یاروشینکو آزاد کړ.

ولسمشر بایډن د باسکټبال د ستورې بریټني ګراینر د خوشي کیدو په اړه له زیاتیدونکو فشارونو سره مخ دی، ګراینر تر ۱۰ کلونو پورې له زندان سره مخ ده او د هغې د ژوند شریکې تر دې مخکې د امریکا حکومت په کم کاری تورن کړی وو.

د موټرونو د پرزو په کمپنۍ کې یو امنیتي مقام پاول ویلن بیا د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې په مسکو کې ونیول شو او په ۲۰۲۰ کال کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو، نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

د ویلن کورنۍ په یوې بیانیه کې د بایډن د حکومت له هڅو څخه مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې روسیه د هغوی د عزیزانو د خوشي کیدو لپاره " دا او یا هم نور امتیازات ومني."

XS
SM
MD
LG