د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو په کرلو کې ګټه ډیره وه، سبزي مو خپل لګښت هم نه پوره کوري - کروندګر  


د کوکنارو په کرلو کې ګټه ډیره وه، سبزي مو خپل لګښت هم نه پوره کوري - کروندګر  
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د کوکنارو یو پخوانی کروندګرچې پدغه بوټي د کر د بندیز وروسته یې د کوکنارو کښت پريښی وايي، د کوکنارو په کر کې ګټه ډیره وه او له هغه راهیسې چې ترکاري کري ګټه ترې چندان نه اخلي. 

د کوکنارو یو پخوانی کروندګرچې پدغه بوټي د کر د بندیز وروسته یې د کوکنارو کښت پريښی وايي، د کوکنارو په کر کې ګټه ډیره وه او له هغه راهیسې چې ترکاري کري ګټه ترې چندان نه اخلي.

دغه کروندګر چې یارمحمد نومیږي او د ننګرهار د سره رود اوسیدونکی دی وايي، له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې دهقاني کوي خو ډیره دهقاني یې د کوکنارو په کرلو کې کړې ده.

یارمحمد وویل:" د دهقانۍ ګټه وټه هغه وخت ډېره وه چې مونږ تریاک کرل، لکه یوجریب پټي به دوه منه اپین کول، په دوه منه اپین کې من په اتیا زره هم وو. په نوي زره هم وو. دوه لکه تر دوه لکه او څلویښت زرو هم خبره واوښته."

د یار محمد په وینا، د ترکاري او سبزیجاتو کرل ممکن دي خو په ټول افغانستان کې خلک ترکاري کري ولې ښه بازار نه لري او کروندګر خپل مصرف نشي پوره کولی.

هغه وویل: " بله دا چې دا ټینډۍ، بامیه، رومي بانجان، تور بانجان او داسې نور مونږ کرو خو زمونږ ساحه کې اوبه نشته چې اوبه وي او نرخ یې ښه وي بیا دا شیان هم ګټه کوي."

یار محمد وایې دا چې طالبانو کوکنار بند کړي او نور زراعتي توکې بیا ښه بازار نلري او تجاران هم کروندګرو ته قرض نه ورکوي. د اکثرو کروندګرو ځمکې شاړې پاتې دي ځکه چې تخم او د قولبې پیسې ورسره نشته.

یار محمد د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې بزګرو ته دې اصلاح شوي تخمونه او همداسې نورې اسانتیاووې برابرې کړي تر څو بزګر وشې کړای چې په خپلو ځمکو کې هغه زراعتي توکي وکري چې ښه ګټه لري.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د کوکنارو د کرلو له بندیز وروسته دهقانانو ته د بدیلو کښتونو او یا مرستو څه پروګرام ندی وړاندې کړی.

XS
SM
MD
LG