د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د سخت کار له امله په نشو روږدی شوم – یو معتاد 


په ایران کې د سخت کار له امله په نشو روږدی شوم – یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

په مخدره موادو روږدی ابراهیم چې اوسمهال په کابل کې اوسيږي وايي، هغه مهال چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، په مزدورۍ کې سخت کار ددې لامل شو چې دی په نشه يي توکو روږدی شي. 

په مخدره موادو روږدی ابراهیم چې اوسمهال په کابل کې اوسيږي وايي، هغه مهال چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، په مزدورۍ کې سخت کار ددې لامل شو چې دی په نشه يي توکو روږدی شي.

ابراهیم د لغمان ولایت اوسیدونکې دی او اوس د کابل ښار د احمد شاه بابا د مینې په سیمه کې د خپلې کورني سره اوسیږي.

هغه په ایران کې د څوارلس کالو راپدیخوا په مخدره موادو روږدی شوی دی.

ابراهیم وویل: "ایران ته تللی وم هلته کارونه سخت وو، تهکوي کې مو کار کاوه، ګرمي به وه. انډیوالانو سره به مو تریاک وڅښول کار ته به چې لاړو، تریاک ګرم دي بدن به مو ګرم وو. په کار به نه پوهېدو او غښتلي به وو، هماغه وو چې ورو ورو پرې عادت شوو."

ابراهیم وایې، کباړ ټولوي او خپل مصرف پوره کوي خو دی وايي، چې یو شمیر نور معتادین په غلا لاس پورې کوي، چې په همدې دلیل په ټوله کې معتادینو ته خلک په ښه سترګه نه ګوري.

هغه وویل: "خلک مونږ ته په سپک نظر ګوري، وایي پوډري ده د یوه ماشوم هم درنه حیا نه کېږي. هیڅوک درباندې اعتبار نه کوي، وایي چې زما څه شی پټ نکړي، حتی خپل کور کې څوک درباندې اعتبار نه کوي."

ابراهیم یوځل تداوي شوی هم دی او د شپږو میاشتو لپاره یې د مخدره موادو استعمال پریښی وه ولې بیرته د معتادو ملګرو سره د ناستې پاستې له وجهې په مخدره موادو اخته شو. هغه وايي، بې کاري د اعتیاد لوی لامل دی.

ابراهیم د ټولو ځوانانو او کورنیو څخه غواړي چې هیڅکله د مخدره موادو استعمال خواته ورنشي.

XS
SM
MD
LG