د لاس رسي وړ اتصالات

تعلیم په اړه د طالب چارواکو متفاوت نظرونه؛ ستانکزی یې فرض او حنفي یې مباح بولي


ښي لور ته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنكر وزیر خالد حنفي او کیڼ خوا ته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی
ښي لور ته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنكر وزیر خالد حنفي او کیڼ خوا ته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی

د طالبانو د حکومت دوو جګپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ سپټمپر ۲۷ (تلې پنځمه) د «اسلام له نظره د تعلیم په اړه دوه متفاوت تفسیرونه» وړاندې کړل، یو یې فرض بولي او بل یې مباح.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډه ته وویل یو ملت هغه مهال ترقي کولی شي چې تعليم پکې وده وکړي.

د طالبانو دغه چارواکي ټینګار وکړ هیڅوک نشي کولی د تعلیم له فرضیت څخه انکار وکړي او د هغه په وینا، ټول خلک د نجونو د ښوونځیو د‌ پرانیستل کیدو غوښتونکي دي.

دغه جګپوړي طالب چارواکي وویل:" که موږ خدای پيژنو، که موږ رسول پيژنو، که موږ په دین خبریږو نو په تعلیمي دستګاو کې به خبریږو. تعلیمي مرکزونو ته به ځو هلته به یې زده کړو، که موږ طیارې جوړو، که موږ اټم جوړو ، که سړک جوړو تعلیمي مرکزونو ته به ځو نو بیا به دا جوړو."

ستانکزي وویل چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو لپاره هیڅ شرعي دلیل نشته او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ټول جید عالمان په یو نظر دي چې د نجونو د تعلیم زمینه ژر مساعده شي.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حفني په دې محفل کې د عصري علومو په اړه بیل نظر وړاندې کړ.

حنفي وویل:" هر چیرته چې ولاړ شئ د تعلیم په اړه ډیرې خبري کیږي. تعلیم یو مباح عمل دی او دا یوه علمي موضوع ده. عالي جنابانو، دنیوي تعلیم "غیر دیني" مباح دی. کله چې د مباح او امیر ترمنځ تعرض رامنځ ته شي، د امیر حکم واجب دی."

خو د حنفي د څرګندونو برخلاف، د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې د مدینې جومات خطیب جمال، امریکا غږ سره‌ په مرکه کې وویل چې اسلام تعلیم ته ډیر لوړ مقام ورکړی او د قران لومړۍ کلمه چې ذکر شوی اقرا "ووایه" ده او درې آیته وروسته د قلم ذکر شوی دی.

مولوي جمال زیاته کړه چې په قران کې د علم ذکر شوی او د خیر، ترقي او ضرورت لپاره هم عصري او هم دینوي علوم پکې شامل دي. دغه دیني عالم زیاته کړه، د انساني او اسلامي ټولنې خیر او صحت نه یوازې دیني بلکې عصري علومو ته هم اړتیا لري.

مولوي جمال وویل، دا چې طالب چارواکي د تعلیم ترلاسه کول مباح ګڼلي دا د هغه غلط فکر دی.

د ستانکزي او حنفي له څرګندونو څو ساعته وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل ددې سازمان د امنیت شورا په یوې غونډه کې د طالب چارواکو په قول وویل چې د طالبانو رهبر په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کیدو مخالف دی.

نوموړي وویل: «د طالبانو د واکمنانو سره زموږ د بحثونو په ترڅ کې هغو وویل چې دا پرېکړه [تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو تړل] د ملا هبت الله اخندزاده له لوري شوې او تر اوسه روانه ده او هغه ته نژدې افراطیان یې د دغې پرېکړې ننګه کوي

نوموړي وویل د دغې ډلې نور غړي چې د دغې پرېکړې سره مخالفت هم لري «یا نشي کولای او یا یې نغواړي چې دا بدله» کړي.

نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو څخه غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزې او ځینو هېوادونو خو دا خبره هم کړې ده چې دا مسئله دې له افغانستان سره د مرستو سره وتړل شي.

مارکس پوتزل په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل کیدو ته په اشارې سره وویل، محدودیتونه ښکاره کوي طالبان د افغانستان د څه باندې ۵۰ سلنه نفوس په وړاندې بې تفاوته دی او غواړي چې د نړیوالې ټولنې د منزوي کیدو ډیر خطر ومني.

خو طالبانو ویلي دي چې د نجونو د ښونځیو د پرانیستل کیدو لپاره شرایط برابر ندي. حتي د طالبانو د پوهنې پخواني وزیر نورالله منیر د سپټمبر ۱۱ وویل چې خلک په لرو پرتو سیمو کې نغواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

طالبان وایي پر داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې به یې د نجونو متوسطه او لیسه ښوونځي خلاص شي خو ددې طرحې د بشپړیدو لپاره یې وخت ندی معلوم کړی.

XS
SM
MD
LG