د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا (يوناما) وايي ټاکل شوې د دغه سازمان د امنيت شورا سبا سې شنبه د سپټمبر ٢٧ (تلې پنځمه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي٠

يوناما ويلي چې دغه غونډه د کابل پر وخت ماښام ٦:٣٠ دقيقې پيليږي او په خبره يې د دغه شورا غړي به د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې وکړي٠

يوناما زياته کړې چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د يوناما سرپرست مارکس پوتزل، د افغانستان د موجوده وضعيت په اړه د امنيت شورا غړو هيوادونو ته معلومات ورکړي٠

دا په داسې حال کې ده چې د څو ورځو راپدېخوا د ملګرو ملتونو سازمان ٧٧ مه عمومي غونډه چې د نړۍ مشرانو هم پکې ګډون کړى دي روانه ده٠ په دغه غونډه کې د افغانستان په استازيتوب چا وينا نه ده کړې٠

پر همدې مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي چې د نيول شوي تصميم له مخې ټاکل شوې سږ کال هم په ملګرو ملتونو کې افغانستان او ميانمار ته د وينا حق ورنکړل شي٠

ښاغلي فايق پدې اړه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي: "ټاکل شوې چې زه د امنيت شورا په غونډه کې چې د سپټمبر پر ٢٧مه د افغانستان د وضعيت په اړه جوړيږي او محور به يې افغانستان وي، ګډون او خبرې وکړم او د افغانستان د خلکو په استازيتوب به د تل په شان دهغوى غوښتنې او غږ مطرح کړم٠"

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره تر دامهاله د طالبانو حکومت د هیچا لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی او له بلې خوا ددې ډلې یو شمېر مقامات د ملګرو ملتونو د سفر له بندیزونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو او بشري بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر ښپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند شوي او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

افغان مېرمنې چې تر دې مخکې په لوړ شمېر کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعالیت کاوه، د تېر یو کال راپدېخوا فعالیتونه یې ټکني شوي دي. ملګرو ملتونو هم تر دې مخکې په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې دمحدودیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د ښځو د حقوقو احترام وکړي.

د افغان مېرمنو او ښځو د حقوقو چارو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري تر دې مخکې ویلي، که طالبان غواړي نریوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د ښځو حقوقو ته احترام وکړي، خو طالبانو بیا ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG