د لاس رسي وړ اتصالات

اعتیاد له خپلې کورنۍ او بچیانو جلا کړم – یو معتاد 


 اعتیاد له خپلې کورنۍ او بچیانو جلا کړم – یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یو کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد چې مخکې یې تجارت کاوه وايي په نشه یي توکو له روږدي کېدو وروسته یې نه یوازې خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکړه بلکې له خپلې کورنۍ او میرمنې هم جلا شوی دی. 

د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یو کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد چې مخکې یې تجارت کاوه وايي په نشه یي توکو له روږدي کېدو وروسته یې نه یوازې خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکړه بلکې له خپلې کورنۍ او میرمنې هم جلا شوی دی.

په نشه یي توکو دغه روږدی احمدشاه د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د احمدشاه په وینا چې هغه په نشه یي توکو له رږدي کېدو مخکې د افغانستان څخه پاکستان ته د قره قول پوستکو او له هغه ځایه افغانستان ته د څپلۍ او بوټانونو کاروبار کاوه.

خو احمدشاه په نشه يي توکو له روږدي کېدو وروسته خپله توله سرمایه له لاسه ورکړې ده.

هغه وویل: "قره قول پوستکي مې اخیستل پاکستان ته مې استول له پاکستان نه مې بوټونه، کلوشې راوړل په مزار کې مې خرڅول. په ما مې مور، پلار، ورور ډېر افتخار کاوه چې زه احمدشاه غوندې زوی یا ورو لرم".

ددغه معتاد په وینا چې د هغه بې پروایي او مستي ددې لامل شوه چې په نشه یي توکو روږدی شي.

د هغه په وینا چې پاکستان ته د یو سفر په مهال له یو معتاد سره له لېدنې وروسته ددې لپاره چې فکر یې بدل شي نشه کړې وه او له هغې ورځې راپدیخوا ۲۰ کاله کېږي چې هغه په نشه یي توکو ( شیشي ) معتاد دی.

احمدشاه وايي: "بیخي مست وم. مغرور وم. بس بې تفاوتي مې درلوده معتاد شوم. اول مې داسې شروع کو چې زه یو ځای لاړم چې یو مصرف کننده مصرف کاوه. مسافر وم پاکستان کې. بس ما هم ورسره شروع کړه چې راځه پام مې پر بله شي".

احمدشاه وايي د اعتیاد له امله یې نه یوازې کاروبار او کورنۍ له لاسه وکړې، بلکې ښځه یې هم ترې جلا شوې ده او په وینا یې چې ښځې ځکه پرېښود چې هغه د نشه یي توکو د پیدا کولو لپاره د کور سامان خرڅوو او له کورنۍ بې پروا شوی وو.

احمد شاه خپله کیسه داسې کوي: "زه چې معتاد وم له ما څخه مور په عذاب وه. ورور په عذاب وو. زما مور مړه شوه د مور تابوت ما پورته کولی نه شو. د مور جنازې ته ولاړم نه. ما څخه پلار لاړ، مور لاړه. ښځه ولاړه. ښځه رانه ځکه لاړه چې زه مصرف کننده یم. ښځې ویل چې زه به ستا سره څومره ګوزاره وکړم. یو ورځ کالي وړې، یوه ورځ بستره وړې د اتاق. وروڼه یې راغلل له ځان سره یې بوتله".

په نشه یي توکو روږدي نه یوازې خپل ژوند له ستونزو سره مخ کوي، بلکې ددوی له امله یې کورنۍ هم له ستونزو سره مخ وي. نو ځکه یې ډېرې کورنۍ له کورونو څخه شړي. چې بیا په سړکونو او کنډوالو کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG