د لاس رسي وړ اتصالات

خپله مې کوکنار او چرس کرل، ځکه په نشو اخته شوم - یو معتاد 


خپله مې کوکنار او چرس کرل، ځکه په نشو اخته شوم - یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي چې په خپله ځمکه کې کوکنار او چرس کرل او ددغو بوټو دهقاني ددې لامل شوه چې په نشه يي موادو روږدی شي. 

په مزارشریف ښار کې د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي چې په خپله ځمکه کې کوکنار او چرس کرل او ددغو بوټو دهقاني ددې لامل شوه چې په نشه يي موادو روږدی شي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی شهاب الدین وايي چې پر نشه یي توکو له اخته کېدو مخکې کروندګر وو او په ویناء یې چې د کوکنارو د نېښ وهلو په وخت او چرسو د ویستلو او جوړولو په وخت به د ډېر بوی له امله نشه کېده او که نشه به یې ونه کړه نو ځان به یې درد کاوه.

شهاب الدین وویل: "زه معتاد ځکه شوم، چې کښت مې کاوه. د ځمکو دهقاني مې کوله. چرس مې کرل د چرس په ویستلو کې ددې په بوی باندې به زه نشه کېدلم. کله به مې چې نه کول خمار به وم. او چې کله مې تاریاک کرل. د تاریاکو په ټولولو کې به زما ګوتې په ژبه لګېدله په دې کې به زما تېرېدل. چې کله مې دا ټولول او کرل خلاص کړل زه معتاد شوی وم. چې نه به مې کول ځان به مې درد کاوه. نو زه معتاد شوم".

شهاب الدین وايي ۲۰ کاله کېږي چې په تاریاکو او چرسو روږدی شوی دی. د هغه په وینا چې په نشه يي توکو له روږدي کېدو وروسته ترې خپله ځمکه پاتې وه او ځمکه به یې نه شوه کرلی او یوازې به یې نشه کوله.

دغه معتاد وايي چې له خپلې کورنۍ له وضعیت څخه هیڅ احوال نه لري او په دې هم نه پوهېږي چې اولادونه یې په څه وضعیت کې دي.

دی غواړي چې روغ شي او خپل کور او خپلې کورنۍ ته ستون شي.

هغه وویل: "دغه مې اول ځل دی چې دې کمپ ته راغلی یم. امارت راوستلی یم. زه غواړم چې روغ او جوړ شم لاړ شم خپل کور ته خپلو بچو ته. هغوی ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم. زه دا معلومات نه لرم چې زما بچي نن وږي دي که ماړه دي".

په بلخ کې د شهاب الدین په څیر ګڼ شمېر کروندګر ددې لپاره چې ښه عاید لاسته راوړي کوکنار او چرس کري چې ډېری کروندګر د نشه یي توکو له کرلو وروسته پر نشه يي توکو روږدي کېږي.

XS
SM
MD
LG