د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اریانا خصوصي روغتون کې د تاریخ تېر درملو د کارولو ادعا؛ روغتیا وزارت: څېړنه کوو


په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو ټولنه ادعا کوي چې په کابل کې د طالبانو حکومت د درملو او خوړو ملي ادارې د چارواکو په ګډون طالبانو د «اریانا طبي کمپلکس» پر روغتون یرغل کړی او یو شمېر ډاکتران یې وهلي دي. خو د طالبانو د حکومت دغذا او درملو ملي ادراې مسئولین وايي‌ چې دغه روغتون کې یې یوه اندازه درمل نیولي چې تاریخ یې تیر شوی.

له هغه وروسته چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلکو ادعاوې وکړې چې د اریانا په شخصي روغتون کې تاریخ تېر درمل پلورل کېږي او ځینو ډاکټرانو یې په اړه غبرګونونه وښودل، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي‌ چې په دې اړه به پلټنې کوي.

په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو ټولنې مشر ډاکتر فردین غرمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر لسمه (تلې ۱۸) امریکا غږ ته په یو غږیز پيغام کې وویل چې دغه پېښه تیره اونۍ شوې ده.

ښاغلي غرمان زیاته کړه: "د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ تر ماسپښین وروسته، درې تنه د پنځمې حوزې درملتونونو د کنترول له استعلام سره روغتون ته داخل شول. د استازو په توګه دوی د درملو چارو تنظیم په اړه څېړنه کوله، د روغتون اداري برخې ورسره همکاري وکړه او کار یې پيل کړ. خو د کار د جریان پر مهال یې له کار کوونکو او فارمسستانو سره ناوړه چلند وکړ او د روغتون د رئیس سپکاوی یې هم وکړ."

ښاغلي غرمان همدارنګه وویل کله چې د روغتون مسؤلین د طالبانو د حکومت د درملو او خوړو ملي ادارې دغه مامورین له روغتون څخه وباسي، د دغه ادارې مرستیال له یو شمېر کسانو سره روغتون ته راځي او په کار کوونکو او رئیس باندې برید کوي.

هغه ادعا وکړه چې دغه مسله یې هغه مهال د طالبانو حکومت د استخباراتو له ادارې او کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې، خو وايي تر هغه وروسته د خوړو او درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر له یو شمېر کسانو سره دغه روغتون ته ورغلی او د یاد روغتون ټول امنیتي ساتونکي یې بې وسلې کړي او د هغه په خبره ډاکتران او نرسان یې وهلي دي.

خو د طالبانو حکومت د غذا او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر امریکا غږ ته په یو استول شوي‌ غږیز پیغام کې ویلي‌ دي چې کله د دغې ادارې مسئولین دغه روغتون ته داخلېږي، د روغتون مسئولین یې "سپکاوی کوي، غندي یې او وهي او ډبوي" يي.

ښاغلي هژیر وویل چې د دغې ادارې یو مقام ادارې ته احوال ورکړ او یو شمېر نور لوړ پوړي‌ مقامات روغتون ته ولاړل چې په دې اړه پلټنه وکړي، خو د روغتون د مسئولینو او ساتونکو له لوري "توهین، تحقیر او ووهل» شول.

نوموړی ادعا کوي چې د دغه روغتون څخه یې‌ ځینې غیر مجاز او تاریخ تېر درمل نیولي‌ او ضبط کړي دي. هغه په دې اړه امریکا غږ ته ځینې اسناد او ویدیوګانې هم استولې.

د طالبانو حکومت د درملو او خوړو ملي ادارې په دې وروستیو کې په کابل کې او یو شمېر نورو ولاتیونو کې له درملتونونو او روغتونونو څخه د بې کیفیته او تر وخت تیرو درملو ټولولو بهیر پیل کړی دی،د دغې ادارې مشر تېره اونۍ وویل چې په کابل کې د اریانا په نوم روغتون کې یې هم څو کارتنه تر وخت تېر درمل پیدا کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې عبدالباري عمر وايي چې دغې ادارې له یاد روغتون څخه داسې درمل هم تر لاسه کړي چې په نورو هیوادونو کې کارول «جرم» دی. هغه همدارنګه وايي چې د دوی د څېړنو له مخې اریانا روغتون پر ناروغانو تر وخت تېر درمل پلوري.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د اریانا روغتون د ډاکترانو وهلو د ادعا په اړه د طالبانو حکومت د درملو او خوړو ادارې د ویاند نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه ځواب ورنکړ. خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی په دې اړه خبر دي او څېړنې پيل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امریکا غږ ته وویل: "دا مسئله تر څيړنې لاندې ده کميټه ټاکل شوې ده ان شاء الله نتيجه به یې درسره شريکه کړو. "پر همدې مهال پر اریانا روغتون د هجوم وروړلو په اړه د روغتیا وزارت یو مکتوب په ټولینزو رسنیو کې نشر شوی چې په هغه کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عبادي په دې اړه د کورنیو چارو وزارت سره خپل اندېښنه شریکه کړې ده.

ښاغلي عبادي له دغه وزارت څخه غوښتي چې باید روغتونونو ته د غیر مسؤل وسله والو د داخلېدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG