د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له روسې سره مو د نفتو او غنمو د اخیستلو تړون لاسلیک کړی


د طالبانو حکومت وايي چې له روسیې سره یې د تېلو، ګازو او غنمو اخیستلو «یو کلن تړون لاسلیک» کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دوی یو پلاوی روسیې ته تللی و او له خبرو اترو وروسته یې له دغه هېواد سره دا تړون لاسلیک کړی.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نور الدین عزیزي هم رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې روسیې د طالبانو حکومت ته له نړیوال قیمت څخه په ټيټه بیه د توکو ورکولو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي عزیزي ویلي د یاد تړون له مخې ټاکل شوې روسیه به په کال کې یو میلیون ټنه پترول، یو میلیون ټنه ډېزل، ۵۰۰زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم افغانستان ته صادر کړي.

رویټرز خبري آژانس د سپټمبر ۲۷مه ویلي چې د روسیې حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاه عبدالسلام جواد نن چهارشنبه سپټمبر ۲۸ (تلې شپږمه) په دې اړه امریکا غږ ته لېږلي پیغام کې ویلي چې مسکو ته د سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د سفر په نتیجه کې د هغه هیواد له چارواکو سره د غنمو، مایع ګازو، او نفتي موادو اخیستلو په اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ تخنیکي ټېم د څه وخت لپاره هلته و د هغه هیواد له چارواکو سره یې د تفاهمنامې د جزئیاتو او نفتي موادو اخیستلو د قرارداد په اړه خبرې کړي دي.هغوی خپل کار پای ته رسولی دی، هڅه کوو چې دغه کار مرحله وروستۍ شي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېره اګست میاشت کې طالب چارواکو ویلي و چې له روسیې څخه د یو میلیون ټن متریک تیلو د واردولو په اړه د یاد هیواد له چارواکو سره په خبرو بوخت دي او دغه تیل به احتمالا د ممیزو، د درمل جوړیدو د خامو موادو او نورو منرالي موادو په بدل کې وارد شي.

د طالبانو یو هئیت په تېره اګست میاشت کې له روسي چارواکو او خصوصي سکټور سره د تجارت د دوه اړخیزو اړیکو په وده او افغانستان ته د پانګو په جذب د خبرو لپاره مسکو ته تللی و.

روسي چارواکو هغه مهال څرګنده کړې وه چې طالب هئیت ورسره د غنمو او لمرګلو د وارداتو په ګډون د مهمو محصولاتو په وارداتو خبري اتري کړي دي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي په تېره اګست میاشت کې روسیې ته د خپل سفر پر مهال د روسیې آر ای آې رسنۍ ته ویلي و:" دا چې روسیه یو زموږ یو ملګری هیواد دی، موږ دلته راغلي یو چې د روسیې د تیلو او نورو پترولیمي موادو د واردیدو په اړه یو قرار داد ترلاسه کړو. موږ په پام کې لرو چې کابو یو میلیون ټن پطرول او ډیزل تیل وارد کړو."

د طالبانو د صنعت وزیر وویل د هغوی حکومت غواړي چې هر څومره ژره امکان ولري دا قرار داد هم لاسلیک کړي.طالبانو تر دې مخکې د ۳۵۰ زره متریک ټنه تیلو د واردیدو په اړه تیره میاشت له ګاونډي هیواد ایران سره توافق وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړۍ د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. خو ویل کیږي ځيني هیوادنه د خپلو ګټو لپاره د طالبانو له حکومت سره د تعامل له مخې مخته ځي.

په افغانستان کې د تېر یو کال راپدېخوا په دغه هیواد کې د نفتي مواد ترڅنګ د ګازو او خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG