د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پاسپورت یو ځل بیا د نړۍ کم اعتباره پاسپورت وګڼل شو


د یو تازه راپور په اساس، د افغانستان پاسپورت یو ځل بیا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په نړۍ کې له کم اعتباره پاسپورتونو څخه بلل شوی دی.

د «هنلي» په نوم بنسټ چې هر کال د اعتبار له مخې د هیوادونو د پاسپورتونو درجه بندي کوي،د څو کلونو لپاره یې د جاپان پاسپورت د نړۍ له اعتبار لرونکو پاسپورتونو څخه بللی دی.

تر جاپان وروسته د سنګاپور او جنوبي کوریا پاسپورتونه په دغه نوم لړ کې دوهم او دریم راغلي دي. په دغه راپور کې راغلي چې د جرمني او هسپانیا پاسپورتونه د اعتبار له مخې په دوهم نوم لړ کې راغلي دي.

د هنلې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې فنلنډ، ایټالیا او لوکزامبورک په څلورمه درجه کې راغلي دي.

د نړۍ د تر ټولو بې اعتباره پاسپورټونو په نوملړ کې تر افغانستان دمخه د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه ځای لري.

دغه بنسټ وايي چې د چاپان پاسپورت لرونکي کسان د نړۍ ۱۹۳ هیوادونو ته له وېزې پرته سفر کولای شي.

د امریکا متحده ایالاتو پاسپورت له بلجیم، سویس، ناروې او نیوزیلاند له پاسپورتونو سره یو ځای په دغه لیست کې اووم ځای لري. د دغه هیوادونو پاسپورت لرونکي د نړۍ ۱۸۶ هیوادونو ته د وېزې پرته سفر کولای شي.

XS
SM
MD
LG