د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ نړیوال جام په تمریني لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


افغانستان کرکټ
افغانستان کرکټ

افغانستان د شل اوریز کرکټ نړیوال جام په لومړنۍ تمریني لوبې کې نن دوشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) بنګله دیش ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان ملي ټیم د پچې له ګټلو وروسته لومړی بیټینګ وکړ او بنګلدیش ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې بنګلدیش په ټاکل شویو شلو اوورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۸ منډې وکړې.

د بنګله دیش هیڅ لوبغاړی ونه توانېد چې له ۱۶ زیاتې منډې وکړي.

د افغانستان تېز توپ اچوونکي فضل حق فاروقي په درې اورونو کې یوازې نهه منډې ورکړې او د بنګله دیش درې لوبغاړي یې وسوځول.

مجیب ځدران په درې اورونو کې یوازې پنځه منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. محمد نبي عیسی خېل درې اورونه وکړل، ۱۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

د توپ وهلو په برخه کې د افغانستان کپتان محمد نبي عیسی خېل وځلېد او په ۱۷ توپونو یې ۴۱ منډې وکړې. ابراهیم ځدران په ۳۹ توپونو ۴۶ منډې وکړي.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز له ۲۷ منډو او حضرت الله ځاځی له ۱۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د بنګلدیش توپ اچوونکي تسکین احمد په څلورو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او د افغانستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

حسن محمود او شکیب الحسن هم د افغانستان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. افغانستان دوهمه تمریني سیالي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان سره ده.

افغانستان به ددې جام په الف ګروپ کې خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر په ۲۲مه د انګلستان سره، د اکتوبر په ۲۶مه د نیوزيلنډ سره، د اکتوبر په ۲۸مه د غوراوي سیاليو نه راغلي دویم ټیم سره، د نومبر په لومړۍ نیټه دغوراوي سیالیو نه راغلي لومړي ټیم سره او د ګروپ وروستۍ سیالي به د کوربه ټیم اسټرالیا سره د نومبر په څلورمه نېټه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG