د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ پیدا کړ؛ د نړیوال کپ سیالۍ یکشنبه پیلېږي


د افغانستان د کرکټ لوبډله
د افغانستان د کرکټ لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله ۲۱) اعلان وکړ چې د غیر الکولي مشروباتو له یو شرکت سره یې قرار داد لاسلیک کړ چې د کرکټ د ۲۰۲۲ په ۲۰اوریز نړیوال کپ کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ وکړي.

کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې د «سوپر کولا» له شرکت سره یې دا تړون لاسلیک کړی دی. د بورډ په اعلامیې کې راغلي دي: «سوپر کولا (څښاک توليدونکي شرکت) د نړيوال جام لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.»

د دغه شرکت محصولات په افغانستان کې هم پلورل کېږي. د قرارداد د څرنګوالي او څومره والي په اړه څه ویل شوي نه دي، خو د بورډ یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې هیله لري دا قرارداد د نړیوال کپ تر سیالیو وروسته هم وغځول شي.

د قرارداد په اساس به د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په لباسونو کې د دغه شرکت نښه او لوګو ونښلول شي‌ او له دې لارې به یې محصولاتو ته بازار موندنه کېږي او تشهېر کیږي. د نړۍ د نورو هېوادونو لوبډلې هم دا ډول مالي ملاتړي لري.

د نړیوال کپ ګډونوال او د افغانستان سیالۍ

د کرکټ د ۲۰ اورونو نړیوالې سیالۍ د را روانې یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۶) په استرالیا کې پیلېږي چې ۱۶ لوبډلې په کې دي. لومړۍ لوبه به یې د سري لانکا او نمیبیا ترمنځ وي.

دا سیالۍ دوې مرحلې لري چې په لومړۍ مرحلې کې سري لانکا، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ، سکاتلنډ، هالنډ،‌ نمیبیا او متحده عرب امارات له یو بل سره په کې مخامخ دي.

افغانستان، استرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ او هند د تېر کال په ۲۰اوریز کپ کې د لوبو د ګټلو په حساب، د سږنيو سیالیو اتو غوره لوبډلو ته لاره کړې ده.

د لومړۍ مرحلې څخه به څلور غوره لوبډلې د دغو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي او بیا به ټولې ۱۲ لوبډلې د نړیوال کپ په دویمې مرحلې کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

افغانستان په الف ګروپ کې دی چې له استرالیا، انګلنډ او نیوزلنډ سره یې لوبې مشخصې شوې او دوې نورې لوبې به یې د دویمې مرحلې له دوو غوره لوبډلو سره وي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲ نېټه د استرالیا د پرت په ښار کې له انګلنډ سره ده.

افغانستان تر دغو رسمي سیالیو مخکې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې له بنګله دېش او پاکستان سره تمریني لوبې لري.

افغان لوبغاړي له شاوخوا دوو اونیو راهېسې په استرالیا کې په تمرینونو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG